د چین د دفاع وزارت وایي چین، روس او ایران په ګډه د عمان په خلیج کې د سمندري ځواکونو ګډ پوځي مشقونه پیل کړي، چې مقصد یې د سمندري اقتصادي فعالیتونو ژغورل دي.
وزارت د مارچ پر 11مه په خپل بیان کې ویلي چې دا ګډ پوځي مشقونه د دوشنبې- ګل په ورځ پيل شوي او د مارچ تر 15مې د جمعې تر ورځې به دوام لري.
په بیان کې ویل شوي چې د «سیکیورټي بانډ 2024» په نوم د دغو مشقونو هدف په سمندر کې د همکارۍ لا ټینګول او په سیمه کې په ګډه د سمندري چارو امنیت ټینګول دي.
دغو درېواړو هیوادونو تیر کال هم په همدې سیمه کې دې ته ورته پوځي مشقونه کړي وو. دا په وروستیو کلونو کې د دغو هېوادونو پینځم ګډ پوځي تمرینونه دي.
د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا په یو رپوټ کې ویلي چې دا پوځي مشقونه به د سه شنبې- نهې په ورځ پیل شي چې د پاکستان، قزاقستان، ازربایجان، عمان، هند او جنوبي افریقې استازي به یې هم لیدو ته ورشي.
په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د دغو پوځي مشقونو هدف په سیمه کې د امنیت ټینګول او د برخې لرونکو هیوادونو تر منځ د څو ملتونو په کچه همکاري پراخول دي.
بېجنګ په یوه بیان کې ویلي چې دغو پوځي مشقونو ته درې کښتۍ استوي چې د توغندیو تباه کوونکي، د رسد او نورې کښتۍ پکې شاملې دي.
د روس په مطبوعاتو کې بیا د دې هیواد د دفاع وزرات په حواله ویل شوي چې د پوځي مشقونو عملي برخه به په عمان خلیج او عرب سمندر کې وشي.
په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په آرام سمندر کې د روس د سمندري ځواکونو له یونټونو څخه جنګي او نورې کښتۍ د ایران چابهار بندر ته د دوشنبې- ګل په ورځ رسېدلې دي.
دا پوځي مشقونه په داسې مهال کیږي چې د غزې جګړې او په سره سمندر کې پر کښتیو د ایران د ملاتړو حوثي یاغیانو د بریدونو له کبله په سیمه کې ستونځې ډېرې شوې دي.
په واشنګټن ډي سي کې د جګړې د مطالعاتو د انسټیټیوټ په وینا، د ایران 10 بې نومه سمندري بېړۍ، کښتۍ او د رسد یا سپلای کولو کښتۍ او درې سمندري هیلیکاپټر په مشقونو کې برخه اخلي.