د چین وزیراعظم وین جیاؤ باؤ وئیلې هیواد به يي د ترهگرۍ ختمولو د پاره د پاکستان او نړې والې ټولنې سره په شریکه کار کوي.
د پاکستان پارلیمان ته خطاب کې، وین جیاؤ باؤ ویل چین ډیر واضح دریز لري او هغه دا چې د ترهگرۍ ختمولو په لړ کې به د پاکستان او نړې والې ټولنې سره مدد کوي.
هغه ویل ترهگرۍ لمنځه اوړلو د پاره باید د ترهگرۍ د وجوهاتو جرړې هم اویستلی شي.
وین جیاؤ باؤ د اتوار په ورځ د پاکستان خپله درې ورځنۍ دوره سر ته رسولې. د هغه د سفر په مهال پاکستان او چین د تجارت او توانائې په مدونو کې مرستې زیاتولو د پاره د اربونو ډالرو معاهدې لاس لیک کړې دي.
پاکستان او چین د همالیه په غرنۍ سیمه کې شریک سرحد لري. دواړه هیوادونه خپل منځو کې تعلقاتو ته ډیر په قدر درانوي کتنه کوي.
د وین جیاؤ باؤ پاکستان ته د سفر په حقله، د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا گیلاني وئیلې پاکستان چین ته د سرمایه کارۍ د پاره د یو شمیر سهولتونو ورکولو وړاندیز کړی دی.
او پاکستان وئیلې چین به پاکستان ته د سیلاب ورستو د بیا ودانۍ د کارونو د پاره ٢٢٩ میلینه ډالره امداد ورکوي. چین په نورې ۴٠٠ میلنه ډالره پاکستان ته د قرضونو په مد کې ورکوي.