‎چين: امريکا دې کنګل افغان اثاثې افغانستان ته ورکړي 

  • ایاز گل

طالبانو چې کله واک ونيولو نو غربي هېوادونو د افغانستان سره مالي مرستې ودرولې چې د حکومت نزدې 70% خرڅونه يې پوره کول او سرباري پرې امريکا د افغانستان د نهه بيلين ډالرو نه زياتې پيسې کنګل کړې

د چين وزير خارجه وانګ يي ويلي هېواد یې د افغانستان د نورو ګاونډي هېوادونو سره په ګډه کار کوي چې افغانانو ته بشري مرستې ورسول شي او په امريکا يې غږ وکړو چې دافغانستان کنګل شوي پېسې دې ژر تر ژره افغانستان ته ورکړي.


وانګ په بيجينګ کې د ګل، دوشنبې، په ورځ يو خبري کانفرنس ته وويل “افغانستان د ګډ وډي نه ثبات پله د تلو په مهم پړاو کې دی.

د هغه اشاره تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو واکمنېدو او د امريکايي او نورو بهرني ځواکونو ستنېدو ته وه.

وانګ وویل “امريکا ډېره په غير ذمه دارۍ د افغانستان نه لاړه چې افغانان يې په ژور بشري ناورين کې پرېښودل او په سيمه کې يې د امنيت غټه ستونزه جوړه کړه.”

هغه وويل “مونږ د کنګل شوو افغاني مالي پانګو سملاسي افغانستان ته ورکولو غوښتنه کوو ځکه دا د افغان ولس پيسې دي او لګول شوي يو اړخيزه بندېزونه دې ژر تر ژره لرې کړل شي”.

وانګ وويل دا به د افغانانو د ژمي نه د وتلو او سپرلي ته په هرکلي ويلو کې مرسته وګړي.

طالبانو چې کله واک ونيولو نو غربي هېوادونو د افغانستان سره مالي مرستې ودرولې چې د حکومت نزدې 70% خرڅونه يې پوره کول او سرباري پرې امريکا د افغانستان د نهه بيلين ډالرو نه زياتې پيسې کنګل کړې.

د اکتوبر نه راپه دېخوا د بايډن حکومت د افغانستان د پاره 780 ميلين ډالرو بشري مرستې اعلان کړي چې په ملک دننه او بهر کډوالو به لګول کيږي.

وانګ دا هم ويلي د چين په کوربتوب د افغانستان د نزدې ګاونډي هېوادونو د خارجه چارو د وزيرانو دريمه غونډه رابلي چې د خپل استعداد جاج واخلي د جنګ زپلي ملک د تلپاتي ثبات او امنيت د پاره څه وکړي.

د خارجه چارو د وزيرانو وړومبۍ غونډه پاکستان په سېپټمبر کې راغوښتې وه چې دويمه ناسته يې په تهران کې جوړه شوه او اوس په 30 مارچ دريمه غونډه په بيجينګ کې راجوړيږي.

د پاکستاني چارواکو په وينا د بيجينګ غونډې ته د طالبانو نماينده او روس ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د طالبانو واک لا په نړۍ کې چا هم په رسميت نه دی منلی ځکه چې د بشري حقونو د پايمالۍ، د ترهګرو ملګرتيا او د خپل جوړ کړي موقت حکومت سياسي کمزورۍ يې په لار کې خنډان دي.