عیسايي نړۍ د کرسمس خوشحالۍ ونمانځې

په روم کې د عیسايي مذهب روحاني مشر پوپ فرانسس د کرسمس په دستورو کې په نړۍ کې د امن او جنگونو او غربت د خاتمې دپاره دعاگانې وکړې

د نړۍ په گوټ گوټ کې د عیسايي مذهب منونکي نن د اتوار، یکشنبې، په ورځ د حضرت عیسا علیه سلام د زیږیدنې د ورځ په مناسبت د کرسمس خوشحالۍ ونمانځلې.

په زرگونو خلکو په بیت المقدس کې په هغه کلیسا کې د کرسمس په دستورو کې شرکت وکړو چرته چې د عیسايي مذهب روایات وايي حضرت عیسا علیه سلام پیدا شوی و.

په روم کې د عیسايي مذهب روحاني مشر پوپ فرانسس د کرسمس په دستورو کې په نړۍ کې د امن او جنگونو او غربت د خاتمې دپاره دعاگانې وکړې.

په عراق الأشوري یا ای سیرین عیسايي مسلک خلکو د موصل ښار سره نژدې کرسمس ونمانځلو. په دستوره کې په سلگونو خلکو گډون وکړو. دغه غونډه د امید او د مزاحمت یو علامت هم وگڼلی شوه.

د عراق د نینوه صوبې برټیلا سیمه په یو وخت کې د زرگونو په شمیره کې د الاشوري یا ای سیرین عیسایانو کور وو خو په کال ٢٠١۴ کې په علاقه باندې د داعش د قبضې راهسې زیاتره خلک د هلته نه تللې دي.

په سیمه د خپلې قبضې ورسته دداعش وسله والو د مار شیموني په نوم گرجا کې صلیبونه او نور مذهبي اثار تباه کړل او بیا يي ودانۍ ته اور ورواچولو.

که څه هم عراقي ځواکونو برټیلا بیا نیولې ده خو د سیمې زیاتره اوسیدونکې بیرته نه دي ستانه شوي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د کرسمس دستورې دپاره یوه ورځ وړاندې د الاشوري مسلک خلک د کردستان د اربیل ښار نه راوستلی شوي وو. کله چې د کرسمس دستورې دپاره جرسونه وغږول شول نو د زیاتره عبادت کونکو په سترگو کې اوښکې وي او هر چا په لاس کې شمعې نیولې وې.

په دې موقع بشپ موسا شمیني رائټرز خبري ادارې ته وویل د کرسمس دستوره د غم او خوشحالۍ ترڅنگ لماني. هغه وویل خفگان ورته په دې خبره دی چې خپلو وطنوالو يي مقدس ځای تباه کړی دی خو خوشحاله په دې دي چې په تیرو دوو کلونو کې په وړمبي وار کرسمس نمانځي.

د نړۍ د نورو برخو په رنگ په پاکستان کې هم د عیسايي مذهب منونکو کرسمس ونمانځلو. په لوېو لوییو ښارونو کې په گرجو کې دستورې وشوې.