د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو لومړۍ ډله به نن د سه شنبې- نهې په ورځ دا موقع تر لاسه کړي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ویناوې وکړي او تمه کېږي چې په اوکراین، غزه او د اسرایل او لبنان پر پوله د روانو شخړو په اړه بحث وکړي.
د امریکې صدر جو بایډن به د نن ستمبر پر 24مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وروستۍ وینا وکړي، ځکه چې د هغه انتظامیه د روس د یرغل خلاف جګړه کې د اوکراین د ملاتړ لپاره او په منځني ختیځ کې د امن راوستلو لپاره د دواړو ملکونو مرسته کوي.
تمه ده صدر بایډن به په خپله وینا کې په منځني ختیځ او سوډان کې د روانو جګړو د ختمېدو پر اړتیا ټینګار وکړي او له دې سره سره به پر اوکراین د روس د یرغل خلاف کیف ته د امریکې او لوېدیځ د ملاتړ اهمیت څرګند کړي.
په عمومي اسمبلۍ کې د بایډن د ګډون یو مهم دلیل به هم د اوکراین ملاتړ کول وي، ځکه که په انتخاباتو کې د ریپبلکن ګوند نوماند ډانالډ ټرمپ د ډیموکرېټ نوماندې کاملا هېریس خلاف بریالی شي، امکان لري په دې ملاتړ کې شکونه رابرسېره شي.
عمومي اسمبلۍ ته د ویناوو په شیډول یا مهالوېش کې د پولېنډ صدر اندرزیج ډوډا هم شامل دی چې هیواد یې ګاونډي اوکراین ته د مرستې د بسپنو په وېشلو کې مهم او بنیادي رول تر سره کړی دی.
ټاکل شوې ده د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني به هم نن د سه شنبې- نهې په ورځ په داسې حال کې د ملګرو ملتونو کالنۍ غونډې ته وینا وکړي چې د اسرایل او په لبنان کې د میشتې حزب الله وسلوالې ډلې تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
قطر، مصر او امریکا د اسرایل او حماس تر منځ په غزه پټۍ کې د ډزبندۍ لپاره له تېرو لسو میاشتو راهیسې د خبرو اترو مشري کړې ده چې چارواکي یې په سیمه کې د حالت د کنټرول لپاره ضروري ګڼي.
د اردن باچا عبدالله دویم به هم د نن ورځې په مهمو وینا کوونکو کې وي، د دې کال په پیل کې چې ایران د اسرایل په لور ډرون الوتکې ویشتلې وې اردن هم د خپلې پولې په اوږدو کې دا شخړه لیدلې وه.
د سه شنبې- نهې په ورځ د ویناوو په شیډول کې د ترکیې صدر رجب طیب اردوان، د ایران صدر مسعود پزشکیان، د جنوبي افریقې ولسمشر سیریل رامافوسا، د ویتنام صدر تولام، د سربیا صدر الیکزنډر ووچک او د برازیل صدر لویز اناسیو لولا دا سلوا هم شامل دي.