د رائټرز خبري ایجنسې د رپورټ تر مخه، تر اوسه په ټوله نړۍ کې یو لاک او دوه زره کسان د کرونا وایرس دلاسه اغیزمن شوي او د مړو شمیره درې نیم زرو نه اوښتې ده.
د چین نه وروسته، اېټلي د کرونا وایرس دلاسه زیات اغیزمن شوی او پدغه هیواد کې د مړو شمیره ٢٣٠، په ایران کې ١٩۴ او جنوبي کوریا کې ۴٢ ته ختلې ده.
د نیویارک ټائمز د رپوټ ترمخه ټوله نړۍ کې له ٢٠٠ نه زیاتو هیوادنو کې د کرونا وایرس د پېښو پخلی شوی دې.
اېټلي حکومت د هیواد ١۴ صوبې د یو میاشت لپاره د کوارنټین یا ګوښه کولو فیصله کړې، چرته یو کروړ او ٦٠ لکه خلک ژوند کوي، پدغه کې مشهور ښارونه لکه میلان او وینس هم شامل دي. د اېټلي وزیراعظم جسیپي کانټې ویلي پدغه فیصله باندې د اتوار د ورځې نه عمل شورو شوی.
نوموړي ویلي پولیس د دغه سیمو ته د تګ راتګ مخ نیسي، البته د صحت او نور امدادي ټیمونو ترڅنګ هغه خلکو ته به هم اجازت ورکولې کیږي څوک چې پدغه سیمو کې خپلو کورنو ته تلل غواړي.
د اې ایف پي د رپورټ ترمخه د اتوار په ورځ د ایران صحت چارواکو پخلې کړی چې تیرو ٢۴ ګهنټو کې ۴٩ کسان مړه شوي، کوم چې په ایران کې دننه په یو ورځ کې د ټولو نه زیاته د مړو شمیره ده. د ایران ٣١ صوبو کې کرونا وایرس شتون لري او ټول متاثره شوو کسانو شمیر ٦٥٦٦ ته رسیدلي ده.
امریکا کې هم کرونا وایرس مریضانو شمیره ۴٠٠ ته رسیدلي او ١٩ کسان ترینه مړه شوي دي.
د امریکا فلوریډا ریاست چارواکو ویلي په ریاست کې د کرونا وایرس د لاسه دوه کسان مړه شوي څوک چې په وروستیو ورځو کې په نړیوال سفر تللي وو.
د امریکا په پینځه ایالتونو میري لېنډ، کېلیفورنیا، فلوریډا، واشنګټن او هاوايې ریاستونو وروسته په نیویارک ریاست کې بیړني حالات اعلان شوي دي. په نیویارک کې تر اوسه یولس کم سل کسان د دغه وایرس دلاسه اغیزمن شوي دي.
د کرونا وایرس د لاسه نړیوال او امریکا اقتصاد ته سخت زیات رسیدلې او د څیړونکو په خیال سږ کال امریکا کې کیدونکي صدارتي انتخابات هم د کرونا د لاسه اغیزمن کیدلې شي.
د صحت نړیوالې ادارې یا ډبلیو اېچ او تر مخه د چین نه بهر په نړۍ کې د کرونا وایرس د خوریدو اوسط ١٧ ځله سېوا شوی دې.