په نیویارک کې مېشته تن ته عدالت داعش د ملاتړ په جرم 15 کاله د قید سزا ورکړه

امریکې داعش وسله وال تنظیم ټاکلی دی چې له امله یې امریکایان ورسره تړون نشي ساتلی

د امریکي په نیویارک ښار کې مېشته د ازبکستان شهري ته عدالت د داعش وسله والي ډلي د ملاتړ په جرم 15 کاله د قیدا سزا ورکړه.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د امریکې د انصاف وزارت وویل 34 کلن دېلخایت قاسیموف ته عدالت د جمعې په ورځ سزا ورکړه.

په قاسیموف په 2019 کې مقدمه چلېدلې وه او په هغه داعش د ملاتړ سازش الزامات په 2015 کې لګول شوي وو.
د امریکې د قامي سلامتیا دپاره اسسټنټ اټارني جنرل مېتېیو اولسن په یو بیان کې وویل قاسموف د داعش ملاتړی دی او په داعش کې د شاملېدو دپاره د یو بل تن دپاره د سفر دپاره چنده جمع کړې وه.

اولسن وویل قاسموف ته د سزا دلارې هغه سره د هغه د جرمونو احتساب کېږي.

امریکې داعش وسله وال تنظیم ټاکلی دی چې له امله یې امریکایان ورسره تړون نشي ساتلی. اولسن وویل قاسموف په هغو کسانو کې شامل دی چې داعش کې شاملېدو دپاره یې شام ته تلل غوښتل او یا یې د نورو سره مالي مرسته کوله چې لاړ شي او د داعش په صفونو کې وجنګېږي.

رویټرز خبري اداره وايي د قاسموف نماینده سره د تبصرې دپاره رابطه ونشوه. د امریکې د انصاف وزارت ترمخه په 2015 کې قاسموف او د هغه دوو نورو ملګرو عبدالرسول جباریف او اکرور سیداحمدوف غوښتل چې شام ته لاړ شي او د داعش دپاره وجنګېږي. وزارت وویل د سیداحمدوف د سفر او نورو اخراجاتو دپاره پېسې قاسموف ورکړې وې.

جبارېف او سیداحمدوف دواړو ته پېنځلس پېنځلس کاله د قیداسزاګانې ورکړی شوي دي. د امریکې وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي د کېس تحقیقات کړي دي.