کرونا وایرس د ښځو د تنګو جامو او د رقص په وجه د الله عذاب نه دی: مذهبي پوهان 

مذهبي عالمانو ډاکټر جاوید احمد غامدي او د پاکستان د اسلامی نظریاتي شورا مشر قبله ایاز د تبلیغي جماعت د مشر طارق جمیل دا خبره رد کړېده چې کرونا وایرس د ښځو د تنګو جامو او د رقص په وجه د الله عذاب دی.

مذهبي عالمان واي داسې دعوې باشعوره، محتاط او خدا ترس انسان نه شي کو لی. د وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ښاغلي غامدي وویل چې کرونا وایرس ته د انسانانو د ګناهونو په وجه د خدای عذاب ویل او دا ویل چې دا وخت خدای د انسانانو خفه دی داسې دعوې باشعوره ، محتاط او خدا ترس انسان نه شي کولې.

څو ورځې د مخه د پاکستان د تبلیغي جماعت مشر مولانا طارق جميل د وزیراعظم عمران خان سره شريک په ټيلي ويژن پروګرام کې ويلي وو:

"چې د مسلمان لور بې حيايۍ ته ځي نو په هغو عذاب راځي"

هغه ويلي وو چې ټوله ميډيا دروغ وايي , په ملک کې حيا چا تار تار کړې؟ د ملک لوڼه څوک ګډوي د هغو جامې چا لنډې تنګې کړي او کله چې د مسلمان لور بې حيايۍ ته ځي نو په هغو عذاب راځي.

ښاغلي غامدي دا خبره رد کړه چې الله په انسانانو عذاب نازل کړی:

"په رسول الله نبوت ختم شوې، د پیغمبرانو د لېږلو سلسله بنده شوې، اوس به تر قیامته عذابونه نه وي”

هغه وویل چې د قدرتي افتونو خپل علتونه دي دا ددې سره هیڅ تعلق نه لري چې د چا د کمیص لستوڼړي دوه انچې دي که څلور.

ښاغلي جمیل په ټي وي خلقو ته دا هم خواست کړی وو چې خلق دې الله ته رجوع وکړي او توبې دې اوباسي.

د پاکستان د اسلامي نظریاتي شورا مشر قبله ایاز وي او ای ډیوه ته وویل چې مسلمانان باید په خدای د توکل سره سره تدبیر هم وکړي او د تحقیق د لارې د ناروغیو او نورو خبرو پوه تر لاسه کړي، هغه وویل:

“توکل په الله تاته دا هر ګز نه واي چې ته به انساني تدابیر نه اختیارۍ”

هغه وویل که انسان تدابیر وکاروي نو نتیجې دې خدای ته پرېږدي:

"د انساني تدبیر نه بغير الله پاک باندې توکل کول، دا توکل نه دی بلکې تساحل دی، کاهلي ده او عدم حرکت دی”

ښاغلي جمیل په ټیلي وژن د خبرو په وخت د پاکستان میډیا ته دروغژنه ويلي وو، هغه بیا د ټیلي وژن د سر د کوربنو بخښنه وغوښتله خو ددې نه په شا نه شو چې کرونا د خدای په انسانانو د ښځو د تنګو جامو او رقصونو په وجه عذاب دی.

نور حال د ډیوه خبریال رحمان بونیری درکوي