په چین کې نیول شوي 44 فیصد خبریالان ویغور دي

په واشنګټن کې د ویغور هیومن رایټس پراجېکټ نومې ادارې چارواکی پیټر اروېن وي او ای ته وايي چین د تېرو څو کلونو راهسې ویغور صحافیان په هدف کوي

د خبریالانو د تحفط دپاره کارکوونکي نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس، سي پي جی، د کال 2021 په اړه خپل کلیز رپورټ کې ویلي په چین کې دا مهال 50 خبریالان په زندان کې دي.

د ادارې ترمخه په چین کې قید 22 خبریالان ویغور دي او دا ډول په هېواد کې د ګرفتار صحافیانو د مجموعي شمېرې 44 فیصد برخه د ویغور خبریالانو ده.

سي پي جی وايي په 2021 کې په نړیواله کچه 293 خبریالان په قید کې وو چې اووه اشاریه پېنځه فیصد ویغور دي.

په واشنګټن کې د ویغور هیومن رایټس پراجېکټ نومې ادارې چارواکی پیټر اروېن وي او ای ته وايي چین د تېرو څو کلونو راهسې ویغور صحافیان په هدف کوي.

هغه وویل د چین حکومت ویغور خبریالان زوروي او په زندانونو کې یې اچوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د نهې، سه شنبې، په ورځ چې ورلډ پرېس فریډم ډی یا د مطبوعاتو د ازادۍ عالمي ورځ وه، د امریکې کانګرس ته یو قرارداد وړاندې کړی شو چې پکې چین، روس او بېلاروس د هغو هېوادونو په فهرست کې شامل کړی شوي وو چې د خبریالانو د زورولو او په ضد یې بې رحمه ګامونه اخلي.

د کال 2021 په اړه خپل رپورټ کې سي پي جی وویل د مطبوعاتو دپاره د چین ماحول د دنیا په بدترینو ماحولونو کې شامل دی او چین د ملک دننه او بهر د سیاسي ازادیو او د رای د اظهار په ازادۍ بندیزونه لګوي.

د امریکې په ورجینیا ریاست کې مېشته بهرام سنتاش وايي پلار یې په چین کې د نورو ویغور خبریالانو ترڅنګ نیول شوی دی. هغه وویل پکار ده چې امریکا د هغه پلا په شمول د نیول شویو ویغور خبریالانو په حق کې غږ پورته کړي.

سنتاش وویل پلار سره یې ورستۍ رابطه څلور کاله مخکې شوي وه او بیا د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې ورته د سنکیانګ نه خور وویل چې پلار یې ارومچي ښار ته منتقل کړی شوی او 15 کاله د قید سزا ورته ورکړی شوي ده.

د انساني حقونو تنظیمونه او د امریکې په شمول ځینې ملکونه په چین الزام پورې کوي چې د ویغور مسلمانانو سره بدسلوکي کوي او د یو مېلین نه زیات ویغور یې د تعلیم په نامه په اجتماعي توګه زندان کې بند کړي، مشقت ترې اخلي او خسي کوي یې.

د ویغور مسلمانانو سره د چین چلند امریکې په 2021 کې په رسمي ډول "جېنوسایډ" یا نسل وژنه وبلله. چین دغه الزامات "دروغ" بولي او وايي په سنکیانګ کې مقامي خلک په "امن او خوشحالۍ" ژوند کوي.

د وي او ای رپورټ وايي د سي پي جی فهرست څرګندوي چې د نیول شویو 22 ویغور خبریالانو نیمايي کسان د 2016 نه پس نیول شوي دي او نور د 2009 نه تر د 2014 راهسې په زندان کې دي.