سي پي جی: په نړۍ کې دا مهال 293 خبریالان په زندانونو کې دي

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي په کال 2021 کې چې کوم خبریالان وژل شوي دي پکې د رویټرز فوټوګرافر دانش صدیقي هم شامل دی چې سږ کال د جولای په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په حمله کې وژل شوی دی

د خبریالانو د حقونو دپاره کار کوونکي نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس، سي پي جی، ویلي په کال 2021 کې د هغو خبریالانو شمېره 293 ته رسېدلې ده چې د دنیا په مختلفو ملکونو کې په زندانونو کې بند دي.

سي پي جی وايي د سږ کال د ډسمبر د میاشت د لومړۍ نېټې پورې 293 خبریالان په زندانونو کې وو چې په قید کې د خبریالانو تر ټولو زیاته شمېره ده.

سي پي جی وايي لږ تر لږه 24 خبریالان د خبرونو په سره وژل شوي هم دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه مطبوعاتو د ازادۍ او په مطبوعاتو د حملو په اړه خپله کلیزه کتنه کې سي پي جی د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل دغه خبریالان نېغ په نېغه د خپلې دندې په سر وژل شوي دي.

سي پي جی وویل 18 نور خبریالان د کار سره په تړل شوو داسې حالاتو کې وژل شوي دي چې دا معلومول یې ګران وو چې ایا دوی د دندې په سر په هدف شوي دي او که نا؟

د صحافیان د قید کېدو په اړه سي پي جی وايي په مختلفو ملکونو کې خبریالان په بېلا بېلو وجوهاتو په زندانونو کې اچول شوي دي خو د ادارې ترمخه د بندي خبریالانو دغه شمېره په دنیا کې سیاسي اړی ګړی او د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره د زغم کموالی څرګندوي.

د سي پي جی جوېیل سایمن وايي پرله پسې دا شپږم کال دی چې ادارې په ریکارډ شمېره کې د خبریالانو د قید کېدو پېښې معلومې کړي دي.

سایمن زیاته کړه چې د خبریالانو ګرفتارۍ دوه خبرې څرګندوي، یوه د حکومتونو دا عزم چې اطلاعات یا معلومات په خپل قابو کې ساتل غواړي او دویمه خبره دا چې حکومتونه د صحافیانو په ضد دغه ګامونه په زیات ډاډ او زړه ورتوب اخلي یعني حکومتونه د دغو ګامونو د خفیه ساتلو کوښښونه نه کوي.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي په کال 2021 کې چې کوم خبریالان وژل شوي دي پکې د رویټرز فوټوګرافر دانش صدیقي هم شامل دی چې سږ کال د جولای په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په حمله کې وژل شوی دی.

د رویټرز بل خبریال سانچېز کبرېره د جون په میاشت کې په مېکسیکو کې په ډزو وژل شوی دی.

سي پي جی وايي تر ټولو زیات خبریال چین بندیوان کړي چې شمېره یې 50 ده, میانمار 26، مصر 26، وېت نام 23 او بېلا روس 19 خبریالان قید کړي دي.

سي پي جی وايي د صحافیانو د قېد کېدو په لړ کې د ادارې په فهرست کې په لومړي ځل د هانګ کانګ نوم شامل شوی دی چې د 2020 د هغه قانون نتیجه ده. د رویټرز رپورټ وايي د دغه قانون دلاندې که چېرې بېجنګ یو ګام بغاوت، ترهګري او یا د بل ملک سره سازش کې شاملېدل وګڼي نو ککړ تن ته د عمر قید سزا ورکړی کېدی شي.

سي پي جی وايي په مېکسیکو کې کرپټ افسران او د ګېنګ یا ډلې غړي خبریالان په هدف کوي چې د صحافي په خبر پرېشانه شي یا غصه شي. اداره وايي د دنیا په مغربي کره کې مېکسیکو د خبریالانو دپاره د ټولو نه زیات خونړی ملک دی.