په موهالي کې دجمعې په ورځ دلسم ورلډ کپ دګروپ بي په يو ميچ کې ويسټ اينډيز ائر لينډ ته په 44ؤرنزو ماتې ورکړې ده او په چټاګانګ کې روان ميچ کې انګلينډ دبنګله ديش په ضد دلسو وکټو په تاوان په 49.4ؤ اورونو کې 225 رنز جوړ کړي دي.
دويسټ انډيز د276ؤ رنزو په جواب کې دائرلينډ ټول ټيم په 49م اور کې په 231 رنز اوټ شو.
جوئس 84 رنز جوړ کړي دي.
دويسټ انډيز لخوا بن څلور او اس سيمي درې وکټې ترلاسه کړې.
ائرلينډ ټاس وګټلو او ويسټ انډيز ته يې دلمړي بيټنګ کولو بلنه ورکړه ، ويسټ انډيز په مقررو پنځوسو اورونو کيې 275 رنز جوړ کړل.
اسمتهـ تر ټولو زيات 107 او پولارډ 94 رنز جوړ کړل.
دائرلينډ لخوا اوبرائن څلور وکټې ترلاسه کړې.
په دوهم ميچ کې بنګله ديش ټاس وګټلو او انګلينډ ته يې دلمړي بيټنګ بلنه ورکړه ، چې دانګلينډ ټول ټيم په 49.4ؤ اورونو کې د225ؤ رنزو جوړولو وروستو اوټ شوى دى.
دانګلينډ لخوا مورګن 63، ټراټ 67، سټراس 18، بوپارا16 ، کالنګ ووډ14 او ګريم سوان 12 رنز جوړ کړي دي.
په بنګله ديشي ټيم کې نعيم اسلام، عبدالرزاق او شکيب الحسن دوه ، دوه، شفيع الاسلام، ربيع الحسين او محمدالله يوه ، يوه وکټ ترلاسه کړې ده.
بنګله ديش او ائرلينډ له دې وړاندې درې، درې ګروپ ميچونه کړي دي چې دهغې څخه يې يو ، يو ګټلى او انګلينډ دڅلورو ميچونو څخه په دوؤ کې کاميابي ترلاسه کړې او يو يې برابر شوى دى.
ويسټ انډيز ددريوؤ ميچونو څخه دوه ګټلي دي.
ويسټ انډيز ائر لينډ ته په 44 ؤ رنزو ماتې ورکړې ده
ويسټ انډيز ائر لينډ ته په 44 ؤ رنزو ماتې ورکړې ده