د انټر نيشنل کرکټ کونسل يا ائي سي سي پلټنيزې ډلې په سپاټ فکسنگ کې ککړو دريوؤ پاکستاني کرکټرانو ته عبرتناکې سزاگانې اورولي دي چې له مخې يې په سلمان بټ 10 کاله، په محمد عامر 5 کاله او محمد اصف 7 کاله دکرکټ نۀ کولو پابندي لگول شوې ده.
تير کال دستمبر په مياشت کې د کرکټ نړيوال کونسل يا ائي سي سي دپاکستان په دريوؤ لوبغاړو کپتان سلمان بټ، تيزباؤلر عامر او محمد اصف د کرکټ کونسل دگڼو دفعو په خلاف ورزۍ کولو تورونه لگولي او هغوي يې په عارضي توگه لوبې کولو نه منع کړي وؤ ، خو اوس په دغو لوبغاړو تر کلونو،کلونو دکرکټ نۀ کولو پابندۍ لگيدلي دي.
له دې وړاندې يو برطانوي ورځپاڼې نيوز اف دي ورلډ تور لگولى ؤ چې دپاکستاني ټيم تيزرفتاره باؤلر محمد عامر او محمد اصف دجوارۍ کوونکو څخه رقم اخستى او په لارډز کې يې دبرطانيې په ضد شوي څلورم او وروستي دکرکټ ټيسټ ميچ کې دقصده نو بالونه کړي دي.
برطانوي ورځپاڼې ادعا کړې وه چې دجوارۍ کوونکو يو ايجنټ ته تقريباً دوه لکه او 30 زره ډالر ادا کړل شوي او دسپاټ فکسنگ دغه معلومات يې ترلاسه کړي وؤ.
ددغه شکمن ايجنټ نوم مظهر مجيد ښودل شوى ؤ چې برطانوي پوليسو دنيول څخه يوه ورځ وروستو بې له کوم تور لگول کيدو په ضمانت پريښودى ؤ.
دوحه : سلمان بټ لس،اصف اووه او محمد عامرد پېنځو کالو لپاره کړکټ نه بهر
دوحه : سلمان بټ لس،اصف اووه او محمد عامرد پېنځو کالو لپاره کړکټ نه بهر