د زيارت په ورځ احمد اباد کې د نړيوال کرکټ کپ په دويم کوارټرفائنل ميچ کې
هند کرکټ ټیم پخواني نړیوال چمپین اسټریلیا ته په پینځو وکټو ماتې ورکړې ده.
د هند ټيم به په 30م مارچ د هند په موهالي ښار کې سيمي فائنل کې د پاکستان سره جنګيږي.
د زيارت په ورځ احمد اباد کې د نړيوال کرکټ کپ په دويم کوارټرفائنل ميچ کې هند اسټريليا ته په 5ؤ وکټو ماتې ورکړې ده.
دهند په ضد دټاس گټلو وروستو دفاعي چيمپئين اسټريليا دلمړي بيټنگ پريکړه وکړه او په مقررو پنځوسو اورونو کې يې د6ؤ وکټو په تاوان 260 رنز جوړ کړل.
چې دغه هدف هندي بيټسمينانو په 47.4ؤ اورونو کې دپينځوؤ وکټو په تاوان ترلاسه کړو.
دهند لخوا تکړه لوبغاړي سيچن ټنډولکر 53 او گوتهم گمبير 50 رنز جوړ کړل.
همدغه راز سُريش رائينا په 34 او يوراج سنگهـ په 57 رنز ناټ اوټ پاتې شول.
داسټريليا لمړنى بيټسمين شين واټسن د25ؤ په انفرادي سکور اشوان بولډ اوټ کړو.
دويم اوټ شوى لوبغاړى بريډ هيډن ؤ چې سرُيش رائينا ديوراج سنگهـ په بال کيچ اوټ کړو.
هغه په 62ؤ باؤلونو دشپږو چکو او يوې چکې په مدد سره 53 رنز جوړ کړل.
مائيکل کلارک هم په اتوؤ رنزو ديو راج په بال کيچ اوټ شو.
دهغه نه پس مائيکل هسي راغلې خو هغه هم دښۀ لوبې څرگندونه ونۀ کړل شوه او ددريوؤ په انفرادي سکور دظهيرخان په بال کلين بولډ شو.
پينځم اوټ شوى لوبغاړى کيمرون وائټ ؤ چې په 12ؤ رنزو اوټ شو.
دواړو ملکونو پخپلو ټيمونو کې يو، يو بدلون کړى ؤ، اسټريليا داسټيون اسمتهـ پځايې ډيوډ هسي او هند ديوسف پټهان پځايې سهواگ په ټيم کې شامل کړى ؤ.
اسټريليا تر دې مهاله دکرکټ عالمي کپ مقابلو کې دهند په ضد نهه ميچونه کړي چې پکې يې اووۀ ميچونه گټلي دي.
اسټريليا د2003ء نړيوال کپ په فائنل ميچ کې هند ته په 125 رنز ماتې ورکړې وه.
تيره اوونۍ دپاکستان لخوا دگروپ اى اخري ميچ کې اسټريليا په څلورو وکټو ماتې خوړلې وه او له دغې وړاندې اسټريلوي ټيم دکرکټ عالمي کپ مقابلو کې پرله پسې په 34ؤ ميچونو کې گټونکى ټيم راروان ؤ