امدادي اداره وايي د مالي امداد کمی په افغانستان کې ښځو سره د ملاتړ دپاره لوی خطر دی

د کال ۲۰۲۳ په دې تصویر کې افغان مېرمنې په کابل کې په یو مرکز کې امداد ترلاسه کولو دپاره ولاړې دي

کډوالو سره د امداد نړیوالې ادارې نارويجین رېفیوجي کاونسل ویلي افغانستان سره په مالي امداد کې کمی د هېواد ښځو سره د مرستې دپاره لوی خطر دی.

د نارويجین رېفیوجي کاونسل سېکرېټري جنرل جېن اېګېلېنډ وویل امدادي ادارو سره د مالي امداد د کمي تر ټولو بد اثرات ښځو او جینکو سره په کومک کېږي.

په کال ۲۰۲۲ کې اېن ار سي د ۷۷۲۴۸۴ افغانانو سره مرسته کړې وه. په ۲۰۲۳ کې دغه شمېره ۴۹۱۴۳۵ وه او تېرکال ادارې ۲۱۶۵۰۱ کسانو سره امداد وکړو. د امداد ترلاسه کوونکو نیمايي برخه ښځې وې.

اېګېلېنډ چې د کال ۲۰۲۱ راهسې يې افغانستان ته ګڼ شمېر سفرونه کړي دي، وويل په تېرو دوو کلونو کې ليدل شوي چې د یو تنظیم نه وروسته بل تنظیم په امدادي پروګرامونو او په عمله کې کمی کوي، ښځو سره امداد دپاره لوی خطر د پېسو کمی دی او د ښځو مستقبل او خېر ښېګړې دپاره لوی خطر د تعلیم نيشت والی دی.

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د طالبانود بیا واکمېندو وروسته افغانستان سره غېر ملکي امداد بند شوی او په مېلینونو افغانان په غربت او په لوږه کې ښکېل شوي دي.

د طالبانو په ضد بندیزونو، هېواد ته د بېنک دلارې د پېسو انتقال د تړل کېدو او د افغانستان اثاثو د منجمد کېدو له امله افغانستان غېر ملکي امداد ته لاس رسی نه لري. افغانستان نه د امریکايي او د نېټو ځواکونو د انخلا نه مخکې افغانستان په غېر ملکی امداد انحصار کولو.

deewa

ملګرو ملتونو او نورو ادارو غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه دې افغانستان سره امداد دوامداره وساتي.

د اېن ار سي په شمول امدادي تنظیمونو د تعلیم او صحت د خېر ښېګړې خدمات جاري ساتل شوي دي.
خو د طالبانو د پابندیو په نتیجه کې ښځې او جينکۍ تعلیم او د صحت خېرښېګړې ته په لاس رسي کې د زیاتو خنډانو سره مخامخ کېږي.

اېګېلېنډ وویل افغان مېرمنو او جینکو د نړیوالو مشرانو دا خبره نه ده هېره کړې چې دوی يې وړمبۍ ترجیح ده. هغه اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته د هرات نه د ټېلې فون دلارې وویل د نړیوالو مشرانو د لوظ باوجود اوس د کونډو ښځو او د هغو مېندو د روزګار د پروګرامونو دپاره هم پېسې نشته چې په یوازې سر د بچو پالنه کوي.

اېګېلېنډ وویل د طالبانو د تګلارو سره اختلاف، په عمومي توګه په ډېرو ملکونو کې د مالي امداد کمي په افغانستان کې د امداد صورتحال نور هم خراب کړی دی.

اېګېلېنډ وویل افغانستان ته د موجوده سفر په مهال طالب چارواکو سره د هغه د خبرو زیاتره توجه د دې خبرې په ضرورت و چې د ښځو او د جینکو کلاسونه شروع کړي شي. هغه زیاته کړه چې طالبان دا دلیل وړاندې کوي چې دا به کېږي خو حالات لا سم نه دي.