په هند کې بند د ماتېدو له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي

په غرونو د درنو بارانونه له امله په بند کې اوبه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سر نه وختې بیا یې بند وشلولو او سېلابي اوبه لاندې پرتې وادۍ او په کلو ور ورګډې شوې

په غرونو د درنو بارانونه له امله په بند کې اوبه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سر نه وختې بیا یې بند وشلولو او سېلابي اوبه لاندې پرتې وادۍ او په کلو ور ورګډې شوې


د هندوستان په شمال مشرقي همالیه سیمه کې د بجلۍ جوړولو یو بند د ماتېدو له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي او په نږدې کلو کې د بند سېلابي اوبو کورونه او پلونه تباه کړي او په زرګونو خلک يې په کورونو پرېښودو مجبور کړي دي.

د بند د ماتېدو خبره چارواکو د جمعې په ورځ وکړه.

په غرونو د درنو بارانونه له امله په بند کې اوبه د شورو، چهارشنبې، په ورځ سر نه وختې بیا یې بند وشلولو او سېلابي اوبه په لاندې پرتې وادۍ او په کلو او ابادۍ ورګډې شوې.

د هندوستان په شمال مشرقي سیمه کې په یو کال کې دا دویم ځل دی چې د غیر معمولي بارانونو له امله سېلابونه راغلي دي. د هېواد په هماچل پرادېش ریاست کې د اګست په میاشت کې قریباً ۵۰ کسان په سېلابونو او د کمرو د نړېدو په پېښو کې مړه شوي. د جولای په میاشت کې په شمالي هندوستان کې په دوو هفتو کې د رېکارډ کچې په زیاتو بارانونو کې د ۱۰۰ نه زیات کسان مړه شوي دي.

په سېکم سيمه کې د مات شوي ټیسټا نومې د جوړېدو راهسې یې په اړه وېل کېدل چې نقشه یې لانجمنه ده. هندوستان دغه بند اوبو نه د بجلۍ پېداوار زیاتولو دپاره تعمیر کړی و. د مقامی فعالانو وېنا وه چې د موسمي بدلون له امله د غیر معمولي بارانونو په سبب په همالیه سیمه کې ډېمونه جوړول خطرناک کار دی.

د هندوستان نېشنل ډېزاسټر مېنېجمنټ اېجنسي د جمعې به ورځ اراده لري چې په هغه ۵۶ جهیلونو کې به د سېلاب د خبرداري نظام لګوي چې د ګلېشرو د سېلانونو خطر لري.

په سېکېم سیمه کې په بیړني حالانو کې د امداد ادارې وویل
د شورو، چهارشنبې، د ورځې په سېلاب کې ۲۰۰۰ کسان ژغورل شوي دي، ۲۶ امدادي کېمپونه لګول شوي او د سېلاب نه ۲۲۰۰۰ کسان متاثره شوي دي.

قریباً ۱۰۰ کسان بې درکه دي او د لټون دپاره یې امدادی کوښښونه دوام لري.

سېلاب په سیمه کې یو پوځي کېمپ ته هم نقصان رسوولی دی.

د هندوستان پرېس ټرسټ خبري ادارې وویل چې د سېکیم په ګاونډ کې د مغربي بنګال ریاست حکومت د څلورو بې درکه عسکرو د موندل کېدو خبر ورکړی دی. دا نه ده معلومه چې دغه څلور عسکر د هغو ۲۲ پوځیانو څخه دي چې بې درکه وو او که په جدا پېښه کې مړه شوي‌ دي.

د وزیراعظم نرندره مودي دفتر په یو بیان کې وویل چې مرکزي حکومت به د سېلاب په ترڅ کې د مقامي حکومتونو مرسته کوي.

ټیسټا تري ډېم د یو اشاریه پېنځه بېلین ډالرو په لګښت په کال ۲۰۱۷ کې تیار شوی چې ۱۲۰۰ مېګاواټ بجلي پېدا کوي چې یو اشاریه پينځه مېلین کورونو دپاره کافي وي.