د امریکې د الاباما ریاست په ټسکېګي پوهنتون کې د زده کوونکو د یو روایتي جشن په مهال ډزو شوې چې پکې یو تن وژل شوی او 16 نور ټپیان شوي دي. له ډزو وروسته د برید په تور یو تن نیول شوی دی.
د الاباما امنیتي ادارې وایي د منټګمري اوسېدونکی 25 کلن جېکویز میریک په کېمپس کې د ډزو له ځایه د وتلو پر مهال نیول شوی او وایي د مشینګن بدلولو له وسیلې سره سره یو لاسي ټوپک هم ورسره موندل شوی دی.
چارواکو ویلي چې د ډزو په پېښه کې یو 18 کلن ځوان وژل شوی چې وایي د پوهنتون زده کوونکی نه وو، خو په ټپیانو کې ځینې زده کوونکي هم شامل دي.
د ادارې په بیان کې ویل شوي میریک د مشینګن د ساتلو له کبله له فیډرل تور سره مخ دی، خو په سمدستي توګه دا معلومه نه ده چې ایا هغه یو وکیل لري که نه چې په عدالت کې یې په وکالت خبرې وکړي.
امنیتي ادارې دا هم نه دي ویلي چې ایا نیول شوی تن د تورپوستانو په دې تاریخي پوهنتون کې زده کوونکی وو که نه له بهره ورغلی وو.
ډزې د یکشنبې- اتوار په سهار وختي په داسې وخت شوې دي چې په پوهنتون کې د «هوم کمینګ ویک» یا «د کورته ستنېدو اوونۍ» په نوم د یوې اوونۍ 100م جشن ختم شوی وو.
د الاباما امنیتي ادارې ادارې مخکې ویلي وو، دوولس کسان د ډزو له امله ټپیان شوي او څلور نور چې ټپیان شوي هغه د ډزو له پېښې سره تړاو نه لري، خو دا یې نه دي ویلي چې دوی په څه حالت کې دي.
د پلټنو مرکزي ادارې ایف بي ای په تحقیقاتو کې برخه اخیستې او ویلي یې دي چې له خلکو معلومات غواړي او د ویډیویي شواهدو په لټه کې دي، وایي د خلکو لپاره یې آنلاین سایټ جوړ کړی چې د پېښې ویډیو ورته اپلوډ کړي.
پوهنتون اعلان کړی چې د پېښې له کبهل به نن د دوشنبې- ګل په ورځ ټولګي بند وي او زدکړې به پکې نه وي.
د ټسکېګي ښار د پولیسو مشر پېټریک مېرډیس ویلي، په ټپیانو کې یوه ښځینه زده کوونکې هم شامله ده چې وایي په معده کې لګېدلې ده او یو نارینه زده کوونکی هم پر لاس په ډزو لګېدلی دی.
37 کلن پوسټ مارټم کوونکي ډاکټر بېنټلي ویلي، د ده نه په یادېږي چې سکول یا پوهنتون د «هوم کمینګ» په تېرو جشنونو کې دې یې د ډزو پېښه شوې وي. هغه وویل، دې پېښې د شاوخوا 9,000 ابادۍ کوچني ښار خلک غمجن کړي دي.
څه باندې یو کال مخکې هم د همدې ټسکېګي پوهنتون د زده کونکو په هاسټل کې ډزې شوې وې چې پکې څلور کسان ټپیان شوي. په ټپیانو کې هاسټل ته ورغلي دوه بهرني مېلمانه او دوه زده کوونکي ټپیان شوي وو.
په دې پوهنتون کې ټول شاوخوا 3,000 زده کوونکي تعلیم کوي او دا د الاباما ریاست له مرکزي ښار منټګمري څخه ختیځ لور ته د شاوخوا 40 میله یا 64 کیلومیټره په فاصله باندې دی.
دا پوهنتون له تاریخي پلوه د تورپوستانو لومړنی کالج وو چې په 1966م کال کې د رجسټرډ نېشنل لېنډمارک په توګه نومول شوی وو. د ادارې د ویبپاڼې له مخې، دې تعلیمي ادارې په 1974م کې د ملي تاریخي مقام نوم هم ګټلی وو.