نړیوال مشران د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په کلیزه غونډه کې په نیویارک کې یو ځای کېږي

د جنرل اسمبلۍ غونډه د شروع کېدو نه مخکې د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس خبري کانفرنس ته وویل نړۍ د اختلافاتو او د یوکرېن، غزه، سوډان او په نورو ځایونو کې د جنګونو ښکار ده

په اینده څو ورځو کې به نړیوال مشران د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا کلیزې غونډې دپاره په نیویارک کې یو ځای کېږي چې د مسلو په هغه اوږد فهرست خبرې اترې وکړي چې دنیا ورسره دا مهال مخامخ ده. ایا په دې خبرو اترو به څه لوی عملي ګامونه هم واخیستل شي او که نا؟

د جنرل اسمبلۍ غونډه د شروع کېدو نه مخکې د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس خبري کانفرنس ته وویل نړۍ د اختلافاتو او د یوکرېن، غزه، سوډان او په نورو ځایونو کې د جنګونو ښکار ده.

دغه درې واړه جنګونه به د جنرل اسمبلۍ ناستې ته د نړیوالو مشرانو د تقریرونو او په څنډه کې د نورو ملاقاتونو اهم ټکي وي.

غزه

په غزه کې د اور بند اهمیت نور هم زیات شوی، په داسې حال کې اسرایل توجه خپل شمالي سرحد ته او په لبنان کې حزب الله ډلې ته اړولې ده چې ډلې ته ضربه ورسوي.

د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلانټ د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د جنګ د نوي پړاو په شروعاتو کې دي چې د هغه په قول جرات، عزم او مستقل مزاجي غواړي.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د فلسطيني ادارې صدر محمود عباس جنرل اسمبلۍ ته خطاب کوونکي دي.

په واشنګټن کې د مېډل ایسټ انسټېټیوټ څېړونکې رانډا سلېم وي او ای ته وویل عباس به د خپل ولس په کړمو، د نسل وژنې په کېمپېن، په وېسټ بېنک کې شخړې او د ډز بندۍ نه کېدو خطر ته پاملرنه کوي.

بلخوا، سلېم وویل نېټن یاهو به خلکو ته په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس حمله وریادوي او په دې خبره په رڼا اچوي چې اسرایل د خپلې دفاع په جنګ کې بوخت دی او د جنګ په ترجیحاتو په ټینګار کوي چې د حماس نوِغي ويستل دي.

یوکرېن

په یوکرېن د روس د یرغل د دوو نیمو کلونو نه زیات وخت وشو خو امن اوس هم لا نه لیدل کېږي.
د یوکرېن صدر ولادمېر زېلېنسکی به په نیویارک کې د نړیوال ملاتړ غوښتنه کوي، په داسې وخت کې چې د هېواد جنګ يې اهم پړاو ته داخل شوي او د ډېرو ملکونو په سرښارونو کې توجه د یوکرېن نه په غزه کې صورتحال ته اوړېدلې ده.

د انټرنېشنل کرایسس ګروپ نومې د څېړنې ادارې د ملګرو ملتونو د چارو ماهر رېچرډ ګوېن وي او ای ته وویل د یوکرېن سفارتکاران خپله هم دا تشویش لري چې د یوکرېن جنګ د ترجیحاتو په فهرست کې لاندې تللی دی، د اسرایل او د حماس د جنګ په سر په متحده قومونو کې اختلافات هم پېدا شوي دي خو بیا به هم دا د وزیراعظمانو او د صدرانو د تقریرونو د توجو وړمبی مرکز وي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ به زېلېنسکي په یوکرېن د سیکیورټي کاونسل د اعلا کچې غونډې ته او د دې نه یوه ورځ وروسته به جنرل اسمبلۍ ته تقریر کوي.

د جنرل اسمبلۍ غونډې ته د وېنا وروسته به زېلېنسکي په واشنګټن کې د صدر جوبایډن سره ملاقات کوي.

د روس صدر ولادېمیر پوټن به د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې شرکت نه کوي خو د روس خارجه وزیر سرګی لاوروف به د سېپټمبر په ۲۸ نېټه اسمبلۍ ته خطاب کوي.

سوډان

په براعظم افریقا کې د سوډان دوه پوځي جرنېلان د تېرو ۱۷ میاشتو راهسې په ملک د واک اختیار دپاره یو بل سره په جنګ کې ښکیل دي. تشدد، قحط او بېماریانې د ملک د ۱۰ مېلین خلکو تعقب کوي چې د تحفظ په تلاش کې يې کورونه پرېښودي دي.

په سوډان کې د جنګ مرکز دا مهال د شمالي دارفر سرښار الفاشر دی. د رېپېډ سپورټ فورس ځواکونو د ښار په لوري پېش قدمي کړې ده. د سوډان ارمډ فورسز ځواکونه په ښار کې دننه دي او کوښښ کوي چې د رېپېد سپورټ فورسز پېش قدمي ودروي.

د انساني امداد دپاره د ملګرو ملتونو د ادارې نګران مشر جوی امیسویا د شورو، چهارشنبې، په ورځ سېکیورټي کاونسل ته وویل په الفاشر کې په سلګونو زرګونه خلک په خطر کې دي.

امریکا، سعودي عرب او د افریقايي ملکونو تنظیم اېفرېکن یونین د تېرو څو میاشتو راهسې امن دپاره کوښښونه کوي خو لا نه دي کامیاب شوي چې وسلې خاموشه کړي.

د سوډنیز ارمډ فورسز مشر او د ټرانزیشنل ساورنټي کاونسل چېیرمېن عبدالفاتح برهان به هم نیویارک ته راځي او ګوټرېس ویلي په سوډان کې د ډز بندۍ په نه کېدو او د سیاسي عمل په نه شروع کېدو مایوسي اظهار کوي.

ځینې مشران به د ملګرو ملتونو د سږ کال په غونډه کې په وړمبي ځل وېنا کوي او ځینې مشران به په اخېرې خل د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې شرکت کوي.

د ایرا صدر مسعود پزشکیان او د برطانيي وزیراعظم کېیر سټارمر به وړمبي ځل جنرل اسمبلۍ ته تقریرونه کوي.

د امریکې صدر جوبایډن به په اخېري ځل جنرل اسمبلۍ ته خطاب کوي.

مستقبل ته کتنه

دوه کاله مخکې بایډن اعلان کړی و چې امریکا د دې خبرې حمایت کوي چې د سیکیورټي کاونسل غړي دې د موجوده تعداد ۱۵ نه زیات کړی شي.

د سېپټمبر په ۱۲ نېټه متحده قومونو دپاره د امریکې استازې لېنډا تامس ګرین فیلډ اعلان وکړو چې امریکا په سکیورټي کاونسل کې د دوو نورو چوکو حمایت کوي چې یو به د افریقې او بل د لاطيني امریکې دپاره وي.

د سېکیورټي کاونسل د اصلاحاتو خبره د ډېر وخت راهسې کېږي په دې څه عمل لا نه دی شوی. ګوټېرېس هم ویلي چې په سېکیورټي کاونسل کې بدلون لیدل غواړي. د اتوار، يکشنبې، په ورځ به هغه د سمت اف دي فیوجر یا د مستقل سرمریزه نومې دوه ورځنۍ غونډې پرانېسته کوي چې د ادارې د اصلاحاتو خبره به په وړمبو ترجیحاتو کې شامله وي.