ډیوه ریډیو خبریال عالمگیر بټني په حق رسېدلی دی

ډیوه ریډیو خبریال عالمگیر بټني په حق رسېدلی دی

د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال عالمگیر بټني د جمعې په ورځ په پېښور کې په حق رسېدلی دی.

ښاغلی بټنی 43 کلن وو او د سېمې یو مشهور خبریال وؤ. نوموړي د ډیوه ریډیو سره د تېرو نزدې څلورو کالو راسې کار کوو.
خدایې بخښلي بېټي دپاکستان تر ټولو زیاتې خطرناکې سېمې وزیرستان او د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعو نه بې طرفه رپوټونه ورکول.
دسېمې خبریالانو ښاغلي بټنې د یو تکړه خبریال په توگه پېژنده.
او په یوه داسې سېمه کې یې کار کوؤ چې د کلنو راسې د تندلارو او پوځ ترمنځ د نښتو مرکز جوړ شوی دی. د خېبر پختونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخارحسېن ډیوه ریډیوه ته په یوه مرکه کې د عالمگیر بېټي په مرگ خفگان وښود او زیاته یې کړه چې خدایې بخښلي بټني ټول عمر په ډیر نرتوب سره صحافت کړی وؤ.
د بې طرفه او ریښتا رپوټونو په سر عالمگیر بټني ته څو واره د بیلا بیلو ډلو لخوا گواښونه هم ورکړل شوی وؤ.
ددغه گواښونو له امله خدایې بخښلی بېټي ټانک نه پېښور ته په کډه کولو مجبور شو. خو په پېښور کې هم ورته څو واره گواښونه ورکړل شوي وؤ.
خدایې بخښلي بېټي په وارثانو کې د هغه مېرمن یو اته کلن ځواې افغان او دوه لوریانې بریښنا او رڼا شامل دي.
د خدایې بخښلي عالمگیر بېټي د ژوند په اړه یو رپوټ تا سو هم اوریدې شې چې د ډیوه ریډیو خبریال نوشېروان قلندر تیار کړی دی.