د سږ کال د امریکې په صدراتي انتخاب کې خپل امیدوار په رسمي ډول د اعلانولو دپاره د ډېموکرېټېک پارټۍ نېشنل کنوېنشن یا غونډه د ګل، دوشنبې، په شپه په شېکاګو ښار کې شروع کېږي.
د ډېموکرېټېک پارټۍ د امریکې موجوده صدر جوبایډن د صدارت د دویمې دورې دپاره د خپل مهم نه لاس په سر شوی او نایب صدره کاملا هېرېس يې د ځان په ځای د پارټۍ صدارتي امیدواره اعلان کړې ده. ډېموکرېټېک پارټي به په خپل کنوېنشن کې د هېرېس د نامزدګۍ رسمي اعلان کوي.
د نومبر په میاشت کې کېدونکي صدارتي انتخاب کې ريپبلېکن پارټۍ صدارت پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ خپل امیدوار نامزد کړی دی.
هېرېس او ټرمپ صدارتي انتخاب دپاره مهمونه شروع کړي دي.
توقعو ده چې د ډېموکرېټېک پارټۍ د څلورو ورځو په کنوېشن کې به د هېرېس د نامزدګۍ نمانځنه او په ټرمپ تيوکې وکړی شي.
د بایډن په شمول د ډېموکرېټېک ګڼ شمېر لوړ رتبه چارواکي په د پارټۍ غونډې ته تقریرونه کوي.
ټاکل شوې چې د ګل، دوشنبې، په شپه به بایډن د ډېموکرېټک کنوېشن ۴۰۰۰ استازو او په ټېلې وېژن کتونکو ته خپل خطاب کې په دې خبره رڼا اچوي چې هېرېس دې د ملک ۴۷ صدره منتخب کړی شي.
که هېرېس صدارتي انتخاب ګټي نو هغه به د امریکې وړمبۍ ښځينه صدره او د براک اوباما نه پس به د ملک وړمبۍ تورپوستې او هندي نژاد مشره وي.
د ډېموکرېټېک پارټۍ دپاره اهمه خبره دا ده چې مختلفې نظر پوښتنې ښښي هېرېس د مقبولیت په لحاظ د ټرمپ نه مخکې ده په خصوصي په هغه ریاستونو کې چې د صدارتي انتخاب په نتیجه کې فېصله کن کردار لري.
پخوانی صدر اوباما به د نهې، سه شنبې، په ورځ، پخوانی صدر بېل کلېنټن به د شورو، چهارشنبې، په ورځ او هېرېس به د زیارت،پنجشنبې، په ورځ د کنوېښن په اخېرۍ ورځ غونډې ته تقریر کوي او په صدارتي انتخاب کې د پارټۍ نامزدګي په رسمي ډول ومني. هېرېس سره د نایب صدارت دپاره ټېم والز امیدوار اعلان شوی دی.
شپېته کلن والز د سکول استاذ و او ۱۲ کاله د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز غړی او د مېنېسوټا ریاست ګورنر دی.
ټرمپ او هېرېس په یو بل تنقیدونه کوي.
د منصفانو یوې ډلې یا جیوري ټرمپ ښځې په جنسي توګه د زورولو او بدنامولو په الزام ملزم بللی او د می په میاشت کې بلې جیوري هغه د لوڅو فلمونو یوې ادا کارې ته د پېسو ورکوول په لړ کې په ۳۴ الزاماتو ملزم ټاکلی دی. د سږ کال په شروع کې یو جج ټرمپ ۳۰۰ مېلین ډالر په دې الزام جرمانه کړو چې بېنکونو نه په ښو شرایطو قرضونه اخیستلو دپاره یې د کاروبار رېکارډ کې بدلون کړی دی.
ټرمپ په مستقل ډول په هېرېس حملې کوي، وايي هغه دومره ذهني صلاحیت نه لري چې د سختو پوښتونو په وړاندې ودرېږي.
د ريپبلېکن پارټۍ ځینو غړو د ټرمپ نه غوښتنه کړې چې په هېرېس د شخصي حملو نه دې ډډه وکړې او د هغې د تګلارې په دریځ دې نیوکي کوي خو ټرمپ د دې خبرې نه انکار کړی دی.
ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل هغه د شخصي حملو حق لري او په خپل انداز به يې کوي.
که څه هم د ډېموکرېټېک پارټۍ د کنوېنشن اکثریت غړي د هېرېس حمایت کوي خو په لسګونو داسې استازي هم دي چې ان کمېټېډ یا د هغې د نامزدګۍ حمایت نه کوي او د حماس خلاف جنګ کې د اسرایل په حمایت د صدر بایډن په تګلاره احتجاج کوي.
هېرېس په عمومي توګه د اسرایل حمایت کوي خو په مسلسل ډول د جنګ بندۍ غوښتنه هم کوي. هغه د فلسطینیانو حمایت کوونکو د ځینو استازو د دې غوښتنې ملاتړ نه کوي چې امریکا دې اسرایل ته په نورو وسلو ورکولو پابندي ولګوي.
توقعو کېږي چې د ډېموکرېټېک پارټۍ د کنوېنشن په موقع به په زرګونو مظاهره چیان هم په شکاګو کې یو ځای کېږي او د لوږي او بې کورۍ ځپلو فلسطینیانو په حق او اسرایل سره د امريکې د ملاتړ په ضد به احتجاجونه کوي. دا لا نه ده معلومه چې ایا هېرېس به په خپل تقریر کې په دې مسله خبرې کوي او که نا؟