په ۲۱مه پيړۍ کښې هم ماشې انسان وژلې شي

ډينګي ماشی د نورو نه لږ غټ وي اؤ په بدن يې تورې اؤ سپينې پټې وي

ارباب محمود علي
که نه يې منی – نو د پښتونخوا صوبې د سوات د خلکو نه پوښتنه وکړۍ - دغلته د واکمن تحريک انصاف ګوند لخوا په صحت کښې د انقلاب د دعوو باوجود د روان کال د ستمبر په مياشت کې ـ ډينګي - نومې ماشي نزدې څلويښت کسان وژلي اؤ د سلګونو (۱۰۰ؤ) نورو صحت يې د مرګ د خطر سره مخ کړی دی-
په پښتونخوا کښې يواځې د عمران خان تحريک انصاف د ډينګي ماشي سره په جګړه نه دی- د ګاونډي پنجاب صوبې واکمن مسلم ليګ ګوند حکومت هم ډينګي ځپلې وو - هغه ځايې کی د – تکړه – وزيراعلې اؤ د وزيراعظم ورور شهباز شريف په تيرحکومت کښې ډينګي هم يو شمير کسان وژلي وو- په پنجاب کښې د ‌ډينګي حمله په کوم کلي نا، د پنجاب د واک اختيار په مرکز لاهور کښې شوې وه-
د سوات ضلعې د صحت افسر –DHO- ډاکټر عبدالخالق ډيوه راډيو ته ويلي . د پښتونخوا حکومت ډير څه کړي دي خو ورله اوس هم ډيرڅه نور، په تادۍ سره کول پکار دي- د ډينګي مسله د يوې ورځې يا د هفتې نه بلکه د اوږدې مودې ده-
د خيبرميډيکل يونيورسټېۍ د تحقيق د څانګې غړی ډاکټرمختيار زمان وايی راتونکي کال به د ډينګي وايرس د اوسني نه زيات خطرناک وي-
ډينګي ماشي ماشی څه شی دی؟
د ډينګي ماشی د نورو نه لږ غټ وي اؤ په بدن يې تورې اؤ سپينې پټې وي- دا سحر وختي اؤ ماښامی کښې چيچل کوي- دا د اګست د مياشتې نه واخله تر د اکتوبر اؤ بيا د نومبر د مياشتې نيمې پورې خپل کار اوباسي- دې د ۱۶ډګري سينټي ګريډ نه تر د ۳۷ ډګري سينټي تودخه کښی ګريډ ژوند کوي-
کوم ځايې کښې وي
دا ماشې په ولاړو اوبو کښې وي اؤ چې اوبه څومره صفا اؤ لږې وي نو دې پکښې هغه هومره جوبن کښې وي- يو ماشې تر د دريو سوو پورو اګۍ اچوي- دا د کور په لوښو لکه چينک، کاشوغه، ډونګه، خانق، پيالۍ اؤ د بالټي په لږو اوبو کښې وي اؤ بوټو ته ولاړو اؤ د باران اوبو، د اوبو ټينکې، منګي اؤ د چاټې اوبو کښې هم پټ وي- د مستريانو سره په پرتو ټيرونو او نورو لوښو کښې هم د ډينګي ماشې ښه سور کښې وي-
د ډينګي وايرس څنګه خوريږي
دا وايرس په وينه کښې وي اؤ د دې د خوريدو لپاره ماشې تر ډير حده ضروري وي- د دې د خوريدو دوه اهمې لارې دي- يوا دا چې کله روغ ماشې د ډينګي مريض وچيچي نو دغه وايرس ترې ځان سره واخلي اؤ بل صحت مند تن ته يې ورورسوي- او بله دا چې د ډينګي ماشې چې کله اګۍ واچوي نو بيا دغه ټولې اګۍ په يوه هفته کښې دننه د ډينګي ماشې جوړ شي اؤ دري سوه واڼه اګۍ د ډينګي مرض سبب جوړيږي-
څنګه ځان بچ کړو
د دې نه د ځان بچ کولو يواځنې لار د ماشي اؤ د انسان ترمنځه ديوال پيدا کول دي- د مچردانې استعمال، په لاس پښو اؤ مخ څټ د ماشو شړلو کريم لګول اؤ يا بيا د ماشو د شړلو لپاره باتې استعمالول – اؤ چې د ټولو ضروري خبره ده هغه جمع اوبه ختمول دي-
علامتونه
انسان ته سخته تبه کيدل لکه هډوکي ماتيدونکې تبه، د سترګو شاته بوج، خيټه اؤ د جوړونو دردونه هم پکښې کيږي- ورځ نيمه تبه عامه خبره وي خو چې تبه اوږده شي او کچه يې هم زياته وي نو بيا ډاکټر ته تلل پکار دي-
علاج
کله چې انسان ته پورته ذکر شوي علامتونه ښکاره شي نو فورًا ډاکټر ته تلل پکار دي- يواځې پيراسيټامول اخستل پکار وي او د ډسپرين، اسپرين، ايي بروفين اؤ د دې د خاندان نورې دوايانې بيخي نه دي اخستل پکار، ځکه چې دا مرض نور هم زياتوي-