ډهاکه : د ورلډ کپ 2011ء پرانستې مراسم پېل شوي دي

ډهاکه : د ورلډ کپ 2011ء پرانستې مراسم پېل شوي دي

د ورلډ کپ 2011ء پرانستې دستوره د زيارت په ورځ دبنګله ديش پايتخت ډهاکې په بنګاباندهو نيشنل سټيډيم کې شوې چې پکې به دسندرو، ګډا او ليزرشو څرګندونه شوي دي.
د بنګله ديش د کرکټ په تاريخ کې په لمړي ځل د دغه ستر ټورنامنټ پيل کيدو لپاره ټول ښار ښکلى کړل شوى دى.
بين المللي شهرت لرونکى راک سټار برائن ايډمز،سندرغاړي سونو نګم او درې تني شنکر-احسان-لوئى ګروپ به په دغه دستوره کې دخپل فن اظهار کوونکو کې شامل وؤ چې ترې د کرکټ لوبې سره تړلي دغه تفريحي اړخ دمخ په زياتيدونکي کردار عکاسي وشوه.
دوه ورځې پس يعنې د خالي په ورځ په 19مه فرورۍ به دورلډ کپ ګډې ميلمستيا کوونکو هيوادونو بنګله ديش او هند ترمينځ د ډهاکې په ميرپور شيربنګال نيشنل سټيډيم کې لمړي دورلډ کپ ميچ کيږي او دغه شان به ددريوؤ څلويښتو ورځو پورې روانې دغه لوبې پيل وشي.
هند هيله لري ددغه ميچ په ګټلو سره به په 2007م کې دورلډ کپ په مهال دهاغه ماتې بدله اخلي چې ورسره مخ شوى ؤ او ددغه ماتې له امله دهند کرکټ ټيم هيواد دننه دسختو نيوکو سره مخ شوى ؤ.
دټورنامنټ ددريم کوربه هيواد سري لنکا په شمول دريواړو هيوادونو کې په ديارلسو ځائيونو کې دغه ميچونه کولى شي.
داتوار په ورځ به دګروپ اى ميچ دکوربه سري لنکا او کينيډا ترمينځ کولمبو کې کولى شي.
په برصغير کې په لمړي ځل کال 1987ء کې نړيوال کپ دهند او پاکستان په ګډه ميلمستيا کې ترسره شوى ؤ او په 1996ء کې سري لنکا هم کوربه توب کړىؤ.