د ډېجېټل ساين بورډونو یا لوحو رواج زياتېدو ته د پېښور کاروباریان خوشحاله دي
په پېښور کې په لويو لارو ځای په ځای ډیجیټل مارکيټنک بورډونه يا لوحې لګول شوي. دوکانداران وايي په دې بورډونو د اشتهار لګولو سره يي په دوکانونو ګڼه ګوڼه زياتیږي. کارپوهان وايي په کاروبار کې د اشتهارونو د نوې تېکنالوژۍ نه ګټه پورته کول د وخت ضرورت دې. په دې اړه ارشد مومند نور حال وړاندې کوي.