تندروۍ دلاسه د خیبرپوښتونخوا، قبائیلي سیمو معزورین

چارواکې وائي د تندورۍ سره تړلې د تشدد په پیښو کې نه یواځې خلک ژوند دلاسه ورکوي بلکه د بندني معزورۍ سره هم مخامخ کیږي

د پاکستان د خیبرپوښتونخوا صوبی په مختلفو برخو او قبائیلي سیمو کې د تندروۍ په وجه په تیرو څو کالو کې په زرگونو خلک د بدني معزورۍ سره مخامخ شوې دي او معزورینو دا شمیره په زیاتیدو ده.

پیښور کې د طبي امداد نړې والې ادارې انټر نیشنل کمیټي اف دي ریډ کراس یا سره صلیب چارواکی فضل محمد او د خبیر پوښتونخوا د شمیر شمیرو د ادارې چارواکی فاروق خان وائي د تشدد په پیښو کې د بدني معزورۍ سره مخامخ کیدونکې کسان د صوبې د مختلفو ضلعو سره تعلق لري، چې پکې په لویه شمیره کې کسان د سوات سره هم تعلق لري.

حکومتي چارواکې وائي پاکستان کې د تشدد په پیښو کې مذهبي تندروه ډلې لاس لري او وائي په زیاتره حملو کې بې گناه ملکي کسان ژوند د لاسه ورکوي.

خیبر پوښتونخوا او قبائیلي سیمو کې د تندروۍ د لاسه د معزورینو د شمیر شمیرو په حقله تفصیل تاسو پیښور کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال حمیدالله په رپورټ کې دلته اوریدی شۍ: