د هند د ازادۍ ورځې دستورې ته وېنا کې مودي د بنګله دېش په سیاسي صورتحال د تشویش اظهار وکړو

مودي د نوي دلې د لال قلعې نه د هېواد د ازادۍ د ۷۸ کلنې دستورې په مناسبت قوم ته خطاب وکړو او بنګله دېش ته یې ډاډ ورکړو چې په اقتصادي پرمختګ کې به يې هند ملاتړ ته دوام ورکوي

د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د زیارت،‌ پنجشنبې، په ورځ د هېواد د ازادۍ د ورځ دستورې ته تقریر کې د بنګله دېش په سیاسي صورتحال او په بنګله دېش کې هندوانو په حملو د تشویش اظهار وکړو.

مودي د نوي دلې د لال قلعې نه د هېواد د ازادۍ د ۷۸ کلنې دستورې په مناسبت قوم ته خطاب وکړو او بنګله دېش ته یې ډاډ ورکړو چې په اقتصادي پرمختګ کې به يې هند ملاتړ ته دوام ورکوي.

مودي امید څرګند کړو چې په بنګله دېش کې به حالات زر سم شي. د هغه تقریر په ژوندۍ بڼه نشر کېدلو.

د هغې حکومت خلاف د څو هفتو د پرتشدد احتجاجونو وروسته د بنګله دېش پخوانۍ وزیراعظمه شېخ حسینه د اګست په پینځمه نېټه ملک پرېښودو او هندوستان ته لاړه.

د هغې د وتلو وروسته د نوبل انعام یافته اقتصاد پوه محمد یونس په مشرۍ کې د بنګله دېش عبوري حکومت جوړ شوی او توقعو ده چې په هېواد کې به د تازه انتخاباتو انتظام وکړي.

په بنګله دېش کې د احتجاجونو په مهال د هندوانو په ګڼ شمېر کورونو، دوکانون او نورو کاروبارونو حملې شوي دي. یونس د هندو ټولنې د مشرانو سره دا هفته ملاقات وکړو او د تحظ ډاډ یې ورکړو.

په بنګله دېش کې د طالب علمانو په مشرۍ کې احتجاجونه د جولای په میاشت کې په روزګارونو کې د سرکاري کوټې یا مخصوصو چوکیو خلاف شروع شول. د ناقدینو وېنا وه چې په روزګارونو کې د کوټې نه د حسینې د پارټۍ پلویان ګټه پورته کوي.

د کوټه نظام خلاف مظاهرې بیا د حکومت په ضد تحریک کې بدلې شوې چې په کې تشدد لاسه د ۳۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کسانو کې طالب علمان او پولیس شامل دي.

هندوستان د اګست په ۱۵ نېټه په ۱۹۴۷ کې د برطانيي نه د ازادۍ ورځ لمانځي. د کال ۱۹۷۵ د اګست په ۱۵ نېټه پاکستان نه د ازادۍ وروسته د بنګله دېش وړمبی رهنما شېخ مجیب الرحمان، د حسينې، پلار په پوځ بغاوت کې ووژل شو. حسینه په دغه وخت ملک کې نه وه. هندوستان هغې ته پناه ورکړه او د ۱۹۷۵ تر د ۱۹۸۱ پورې هغه په هند کې مېشته وه او بیا ملک ته ستنه شوه.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ قوم ته خطاب کې مودي وویل هندوستان په جنګ نه بلکې په امن یقین کوي او هېواد د چټکتیا د اقتصادي پرمختګ په لار روان دی. هغه وویل په کال ۲۰۴۷ کې چې هندوستان د ازادۍ ۱۰۰ کاله پوره کړي نو د ترقي یافته ملکونو په صف کې به ولاړ وي.

د ۹۰ منټو په خپل تقریر کې مودي پاکستان او چین سره د کرکېچنو تعلقاتو څه ذکر و نه کړو او نه يې هم دواړو ملکونو سره تعلقات د بهترکولو څه خبره وکړه.

مودي په دریم ځل پینځو کلونو دپاره منتخب شوی خو د هغه بهارتیا جنتا پارټۍ د مخکې په شان د ۵۴۳ چوکیو په پارلېمنټ کې دروند اکثریت نه دی ترلاسه کړی او د نورو پارټیانو سره یې اتحادي حکومت جوړ کړی دی.