شمالي وزيرستان : د ډرون حمله کې څلور جنگيالي وژل شوي

د ډرون څخه دغه بريد دميرامشاه څخه پينځه کلو ميټره لرې جنوب لوري ته په قطب خيل نومې سيمه کې نيمه شپه په يو کور ترسره شوى دى.

د ډرون څخه دغه بريد دميرامشاه څخه پينځه کلو ميټره لرې جنوب لوري ته په قطب خيل نومې سيمه کې نيمه شپه په يو کور ترسره شوى دى . د دسرچينو وينا ده امريکائي ډرون څخه دتندلارو تر استعمال لاندې په يو کور دوه ميزائيلونه داغل شوي چې پکې څلور شکمن جنگيالي وژل شوي دي.
راپورونه وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشورو اؤ زيارت په مينځ شپه ترسره شوې دډرون يوه حمله کې لږ ترلږه څلور شکمن جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو وينا ده دډرون څخه دغه بريد دميرامشاه څخه پينځه کلو ميټره لرې جنوب لوري ته په قطب خيل نومې سيمه کې نيمه شپه په يو کور ترسره شوى دى.
دسرچينو وينا ده امريکائي ډرون څخه دتندلارو تر استعمال لاندې په يو کور دوه ميزائيلونه داغل شوي چې پکې څلور شکمن جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو وينا ده دغه چاؤدنه کې يو بل تندلارى ژوبل شوى هم دى.
دوژل شوؤ جنگيالو پيژندگلو په سمدستي توگه نۀ ده په ډاگه شوې خو چارواکي انديښنه لري هغوي افغان قوميت لرلو.
سرچينې زياتوي دبريد وروستو دسيمې خلکو دپه نخښه کړل شوي کور څخه دوژل شوؤ کسانو مړي پورته کړي اؤ هغوي دپيژندگلو څخه وتلي وؤ.
دبريد وروستو هم په سيمه کې تر ډيره وخته ډرون الوت کولو چې له امله يې دسيمې په خلکو کې سخته ويره ترهه خوره شوه.
روانه مياشت کې سيمه کې ترسره شوى دغه لمړۍ ډرون حمله وه.
شمالي وزيرستان دپاکستان دهاغو قبائيلي سيمو څخه يوه ده چې دقبائيلي قوانينو لاندې يې انتظام چليږي اؤ باور کيږي دغلته دالقاعده سره تعلق لرونکو جنگيالو خپلې خوندي ځالې جوړې کړي دي.
سيمې پورې دامنيتي انديښنو له امله دخبريالانو ورتگ ممکن نۀ دى ، چې له دې امله دغه سيمه کې درامينځته کيدونکو پيښو په اړه دقيق معلومات ترلاسه کيدل گران کار دى.
دپاکستان حکومت ډرون حملې دخپلې خپلواکۍ په ضد گڼي اؤ وائي دغه بريدونه دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دگټې پځايې تاوانونه راولاړوي.
تيره مياشت دخيبرپښتونخوا په بندوبستي سيمه هنگو کې په يوه مدرسه دډرون حمله ترسره شوې چې پکې دحقاني دډلې دسينئر مشرانو پشمول شپږ کسان وژل شوي وؤ، پاکستان کې په بندوبستي سيمه ترسره شوى دغه دخپل نوعيت لمړۍ حمله گڼلى شي.
سږکال دنومبر په مياشت کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو طالبانو سخت دريځى مولوي فضل الله خپل نوى مشر ټاکلى اؤ هغه نۀ يواځې دا چې دحکيم الله محسود دوژنې دبدل اخستو دړکه کړې بلکې دپاکستان دحکومت سره يې دهررقم خبرو اترو کولو څخه انکار کړى.