کراچۍ : نواب شاه کې زلزله ، يوکس مړ او ۵۰ نه زيات ژوبل

د زلزلې جهټکې د نواب شاه سره نزدې نورو سيمو کې هم محسوس شوي دي .

د پاکستان سندهـ صوبې په نواب شاه سيمه کې د زيارت او جمعې په منځنۍ شپه کې ناوخته زلزله شوې ، چې له امله يې د کورونو د چتونو او ديوالونو پريوتو په نتيجه کې يو کس مړ او د ۵۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي .
د نواب شاه ضلعې د ډپټي کمشنر مصطفي جمال په وينا د ضلعې په ټولو برخو کې د زلزلې جهټکې محسوس شوي دي ، او په مختلفو علاقو کې د کچه کوورنو چتونه او ديوالونه پريوتي دي ، چې له امله يې مرگ ژوبله رامنځته شوې ده .
نوموړي وئيلي د زلزلې په نتيجه کې ژوبل کسان ضلعې روغتون ته وړل شوي دي ، او په روغتون کې ايمرجنسي په ځايې کړی شوې ده . او نن په ضلع کې په تعليمي ادارو کې چهټي اعلان شوې ده .
د امريکې د جيولوجيکل سروی ترمخه په ريکټر سکيل باندې د زلزلې زور ۴.۳ ريکارډ شوی دی ، او د زلزلې مرکز د نواب شاه نه ۲۷ کلوميټره شمال ختيز پله لرې ۱۵ کلوميټره په زمکه کې دننه ؤ .
د راپورونو ترمه د زلزلې جهټکې د نواب شاه سره نزدې نورو سيمو کې هم محسوس شوي دي .
ځايي چارواکي وايي علاقه کې امدادي کارونه روان دي ، او د زلزلې له امله په غټه کچه زيان نه دی رامنځته شوی ، او که دغه رنگ حالات رامنځته کيږي ، نو تيارۍ ورته نيول شوي دي .