اسلام اباد : حکومت د تېر مالی کال اقتصادي سروې جاري کړې

د پاکستان د خزانې وفاقي وزير عبدالحفيظ شيخ د مالي کال 2011م او 2012م اقتصادي سروی رپورټ خپرولو په وخت وویل چې په تېر کال کې د اقتصاد د پرمختیا کچه 3.7 فېصده وه.
د زیارت په ورځ په اسلام اباد کې ميډيا ته د حال احوال تيرولو په مهال ښاغلي عزیز وویل چې د اقتصاد د پرمختیا کچه په تېرو دریو کلونو کې د ټولو زیاته ده خو دوي په منځنې موده کې د اقتصاد د پرمختیا کچه تر شېږ فېصد رسول غواړي.
د خزانې وزیر زیاته کړه چې د امنیتي او ځېني نورو علتونو له امله حکومت د اقتصاد د ودې هاغه کچه ترلاسه نه کړه چې کوم یې هدف ؤ .
نوموړي وویل چې په هېواد کې د افراط زر د پېسو پړسوب کمولو لپاره د تېر کال په مقابله کې د حکومت خرڅ لس فېصده کم کړې شوې دی.
هغه وويل چې په گرانۍ د قابو موندلو لپاره حکومت مهم گامونه واخستل او گراني یې هم کمه کړې شوې ده.