مصر: صدارتي انتخاباتو کې کوم کاندید اکثریتي رائې نه دې ترلاسه کړې

د لمړو نتيجو ترمخې داخوان المسلمين اميدوار محمد مرسي 26 فيصده او احمد شفيق 24 فيصده رايې ترلاسه کړي دي.

د مصر دصدارتي انتخاباتو په لمړۍ مرحله کې هيڅ يو کانديد ډاگيزه اکثريت نۀ دى ترلاسه کړى او اوس به دټاکنو په دوهم پړاؤ کې داخوان المسلمين د محمد مرسي او دپخواني وزيراعظم احمد شفيق ترمينځ مقابله کيږي.
د شورو او زيارت په ورځ غير رسمي نتيجې په ډاگه کوي چې مرسي تر ټولو زياتې رايې اخستي او په هغه پسې نزدې بيا شفيق دى.
د لمړو نتيجو ترمخې داخوان المسلمين اميدوار محمد مرسي 26 فيصده او احمد شفيق 24 فيصده رايې ترلاسه کړي دي.
دايسوسي ايټډ پريس ترمخه دشفيق يو وياند احمد سرحان په اخوان المسلمين تور لگوي چې هغوي دځوان نسل څخه انقلاب تروړي.
شفيق دمصر دپخواني صدر حسُني مبارک وروستى وزيراعظم ؤ، حسُني مبارک وروستو له هغې داقتدار څخه لرې شو چې په مصر کې جمهوريت پلوه احتجاجونه پيل شول.
غوڅې نتيجې به دنهې په ورځ اعلانولى شي، دانتخاباتو دبرابرو شوؤ نتيجو دماتولو لپاره به مقابله په 16م او 17م جون کولى شي.
دکمپائن په مهال مرسي زړۀ راښکونکې وينا گانې کړې وې او ژمنه يې کړې وه چې دهغه دصدارت اساس به اسلام وي خو دا به تنگ نظره نۀ وي.
شفيق پخوانى دفضائي ځواک کمانډر دى، هغه په مشهور ياغيتوب کې دکمي راوستو لپاره وزيراعظم هم ټاکل شوى ؤ.
دغير رسمي نتيجو ترمخه همدين سبحائي هم په انتخاباتو کې زياتې رايې اخستې او هغه په شفيق برتري وړلى شي.
په نورو کانديدانو کې عبدالمنعم عبدالفتاح، پخوانى خارجه وزير امر موسي او نور شامل دي.