مصر کې د صدر مورسي خلاف مظاهرې

منتظمین وايي د صدر مورسي د استفا په حق کې د دواؤ کروړو نه زیاتو خلکو په یوه غوښتنه لاس لیکونه کړې دي، چې ښائي په څومره لویه کچه د ښاغلي مورسي مخالفت کوي

د مصر سرښار قاهره کې د صدر محمد مورسي خلاف مظاهرې کیږي چې مظاهره چیان پکې د هغه د واک نه د کښته کیدو غوښتنه کوي.
منتظمین وايي د صدر مورسي د استفا په حق کې د دواؤ کروړو نه زیاتو خلکو په یوه غوښتنه لاس لیکونه کړې دي، چې ښائي په څومره لویه کچه د ښاغلي مورسي مخالفت کوي.
مظاهرین د خالي د ورځنې نه د قاهرې په تحریر چارسو کې جمع شوي، چرته چې د پخواني صدر حسني مبارک خلاف هم د احتجاجونو اغاز شوی وو.
په تیره یوه هفته سیاسي اړگړې کې اووه کسان وژل شوي دي چې پکې یو امریکائي شهري هم شامل دی او په سلگونو د صدر مورسي مخالفینو او پلویانو ترمنځ نښتې هم شوي دي.
د امریکې صدر براک اوباما د خالي په ورځ ویلي واشنگټن مصر کې روان سیاسي اړې گړي ته د اندیښنې په نظر گوري.
د جنوبي افریقې صدر جیکب ذومه سره مشترکه خبري کانفرنس ته وینا کې صدر براک اوباما وویل مصر کې د تبدیلۍ لپاره د امنه لارو چارو ملاتړ کوي.
د صدر مورسي مخالفین په هغه د هیواد د سیکولر عناصرو د حقوقو کمزوري کولو الزام لگوي.
داتوار په ورځ مخالفین د صدر محمد مورسي خلاف تحریر چارسو کې لوه مظاهر کوي. هم په دې ورځ د ښاغلې مورسي په حکومت کې یو کال هم پوره کیږي.
په عین حال کې د مصر د پارلیمان لږ تر لږه اته ؤ غړو د مورسي خلاف احتجاج کې د پارلیمان نه د استفا اعلان کړی دی.