په دریم مارچ کېدونکي د سېنیټ په انتخابي مهال وېش کې فاټا نشته ده

د پاکستان انتخابي کمیشن (اي سي پي) اعلان کړی دی چې د سینټ انتخابونه به د روان کال په دریم مارچ کیږي، خو په انتخابي مهال وېش کې قبایلي سیمه فاټا نه ده شامل کړې شوې.

د پاکستان انتخابي کمیشن (اي سي پي) اعلان کړی دی چې د سینټ انتخابونه به د روان کال په دریم مارچ کیږي، خو په انتخابي مهال وېش کې قبایلي سیمه فاټا نه ده شامل کړې شوې.

وي او ای ډیوه ته په یوه مرکه کې د اي سي پي یو چارواکي خورشید عالم اوویل فاټا په مهال وېش کې ځکه نشته دی چې حکومت په نوي قانون (الیکشن ایکټ) کې پایه تخت اسلام اباد او فاټا نه ده شامل کړې، هغه اوویل:

"مونږ په دویمه جنورۍ حکومت ته خواست کړی وو چې په نوي قانون کې پاتې علاقې شامل کړي خو تر اوسه حکومت ددغه قانون منظوري نه ده ورکړې"

ښاغلی عالم وايي که په څو ورځو کې حکومت په نوي قانون کې بدلون او نه کړو نو په دریم مارچ کیدونکي انتخاباتو کې به فاټا او اسلام اباد شامل نه وي.

د فاټا د سینیټ په اته څوکو کې د څلورو موده پوره شوی ده او که چري په دریم مارچ کیدونکي انتخابونو کې فاټا شامل نه شوه نو په سینیټ کې به د فاټا یواځې څلور غړي پاتې شي. د پاکستان د سینېټ دغړي توب موده شپږ کاله وي.

د پاکستان حکومت تېر کال نوی انتخابي قانون د الیشکن ایکټ په نوم جوړ کړی دی. په دغه قانون کې د کال ٢٠١٧ د سر شمېرو په اساس د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبې د قامي او صوبايي اسمبلۍ څوکۍ سوا کړې شوي دي او د پنجاب صوبې څوکۍ کمې کړې شوي دي.

د پاکستان د قانون شق نمبر ٢۴٧ د هیواد صدر ته د فاټا په حقله ځانگړی واک ورکړی دی. او هم صدر کولی شي چې د ٢٠١٧ انتخابي قانون فاټا ته ور وغځوي.

وتلې قانون دان لطیف افریدی وايي فاټا داسې علاقه ده چې د پاکستان حکمرانان ترې هډو ځان نه خبروي:

" صدر کولې شي چې د ارټیکل ٢۴٧ لاندې په دغه قانون د ستخط وکړي خو کیدې شي هغه هډو خبر نه وي"

د پاکستان د اوسني صدر ممنون حسېن په حقله اکثره پاکستاني مطبوعات ليکي هغه د هېواد په چارو کې څه واک اختیار نه لري.

د پاکستان د اردو ژبې ورځپاڼه جنگ کې کالم لیکونکي سلیم صافي د صدر ممنون حسین سره د خپل یو ملاقات په حقله په خپل یو ورستي کالم کې ليکلي وو چې صدر ممنون حسېن ښه سړی دی خو چرته فاټا ته نه دی ورغلی او نه ورته د دغه سيمې په حقله څه معلومات شته دی.