په پاکستان کې د انتخاباتو لپاره د ښځو، نرښځیانو او معذورانو اتحاد

د پاکستان په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د ګډون او د ووټ د اغېزناکه استعمال د باوري کولو په هکله په هېواد کې يو نوې يا منفرد اتحاد جوړ شوی، چې پکې د ښځو تر څنګ د نرښځيانو او معذورانو استازيتوب کوونکي سازمانونه هم برخه لري.

دغه نوي اتحاد ته د کوليشن فار انکلوسيو یا د "هرچا پاکستان اتحاد" نوم ورکړل شوی او په پاکستان کې یوه غيردولتي سازمان د ازادو او رڼو ټاکنو نيټورک يا فافين د دغه اتحاد په جوړښت کې مرسته او همکاري کړې ده.

د فافين مشر مدثر رضوي له امریکا غږ سره په خبرو کې د دغه اتحاد پر مرام او مقصد رڼا اچولې او ويلي یې دي، چې د پاکستان د څلور واړه صوبو او د پلازمېنې اسلام اباد د نرښځيانو، ښځو او معذوره کسانو استازيتوب کوونکي سازمانونه په دې اتحاد کې برخه لري.

هغه وایي د دې اتحاد مقصد د هغو طبقو استازي مخې ته راوستل او په انتخابي عمل کې دوی ته د ور پېښو ستونځو حل موندل دي، چې په ټولنه کې له پامه غورځېدلی دي. ښاغلی مدثر رضوي بيا وایي، په عين حال کې د وفاق د انتظام لاندې قبايلي سيمو استازيتوب کوونکي سازمانونه یې په دې اتحاد کې لا نه دي شامل کړې او هڅه کوي اړوند قبایلي استازي ولټوي.

دا اتحاد په روان ٢٠١٧م کال کې د جوړ شوي قانون مطابق جوړ شوې او په دې نوي قانون کې د ښځو، نرښځيانو او معذورانو په عامو ټاکنو کې د ګډون د باوري کولو لپاره يو شمېر اسانتیاوې ورکړل شوې دي.

ښکاره دې وي چې د روانې مياشتې په ١٤ نېټه د معذورانو د نړيوالې ورځې په موقع د هېواد انتخابي کمیشنر ويلي وو چې هغوی په بدني توګه د معذورۍ ښکار کسانو په انتخابي عمل کې د شاملولو دپاره کوښښونه کوي.

د ٢٠١٧م کال د نوي انتخابي قانون له مخې په راتلونکو ټول ټاکنو کې به معذوره کسانو ته د پوسټل بېلټ پېپرو اسانتیا ورکول کېږي، چې هغوی به په اسانه د خپل ووټ حق وکاروي.

د چيف اليکشن کمیشنر ويلي وو چې د ٢٠١٨م کال د انتخاباتو لپاره به د ووټ اچولو مرکزونه په داسې ډول جوړوي چې معذوران ورته په اسانۍ سره ورسيږي. د انتخاباتو کمیشن په راتلونکو ټولټاکنو کې د ښځو د ګډون د باوري کولو په غرض هم يو ځانګړې مهم پيل کړی دی.

په دې کمپاين کې ښځو ته شناختي کارډونه جاري کول او بيا د هغوي نومونه په انتخابي نوملړ کې شاملول دي.

په پاکستان کې د سږ کال په تر سره شوې سرشمېرنه کې هم په اول ځل نرښځيان له نورو خلکو بېل شمېرل شوي او هیله څرګنديږي چې هغوی به هم د هېواد په راتلونکو انتخاباتو کې مثبت کردار ولري.