د اټلي ساحل ته ۴١٦ نور غیر قانوني مهاجر رسیدلې

دغه مړي په سمند‏ري جهاز کې په یو کنټینر کې ایښودی شوې وو. د اټلي ساحلي محافظینو ٣١٣ مهاجرین د لیبیا د ساحل سره نزدې ژغورلې وو. ددې نه علاوه د جرمني یو سمند‏ري جهاز یوه بله بیړۍ وژغورلې ده چې ١٠٣ نور کډوال پکې سواره وو

دغه مړي په سمند‏ري جهاز کې په یو کنټینر کې ایښودی شوې وو. د اټلي ساحلي محافظینو ٣١٣ مهاجرین د لیبیا د ساحل سره نزدې ژغورلې وو. ددې نه علاوه د جرمني یو سمند‏ري جهاز یوه بله بیړۍ وژغورلې ده چې ١٠٣ نور کډوال پکې سواره وو

د ناروی یو سمندري جهاز چې پکې ۴١٦ مهاجرین د گل یا یکشنبې په ورځ د اټلي سیسلي ساحل ته رسیدلی دی. د مهاجرینو ترڅنگ سمند‏ري جهاز کې ۴٩ د هغه کسانو مړي هم وو چې افریقې نه یورپ ته د بحیره روم د لارې سفر په مهال مړه شوې وو.

دغه مړي په سمند‏ري جهاز کې په یو کنټینر کې ایښودی شوې وو. د اټلي ساحلي محافظینو ٣١٣ مهاجرین د لیبیا د ساحل سره نزدې ژغورلې وو. ددې نه علاوه د جرمني یو سمند‏ري جهاز یوه بله بیړۍ وژغورلې ده چې ١٠٣ نور کډوال پکې سواره وو.

مړو کسانو د سمگلنگ په بیړۍ کې لوگې دلاسه ساه ورکړې وه.

مړې د کټانیه ښار مرده خانې ته وړلی شوې دي. چارواکې وايي مړې به هم دغه ښار کې خاورو ته سپارلی کیږي. مړو کسانو د غم په احترام کې ښار کې کیدونکې د اتش بازۍ ننداره منسوخ کړی شوې ده.

سږ کال تر اوسه پورې یورپ ته د تللو په کوښښونو کې د ٢٣٠٠ نه زیات کسان مړه شوې دي چې سمندر دلارې په خطرناکو حالاتو کې سفر کوي. تیر کال ٣٢٧٩ مړه شوې وو. یورپ ته زیاتره کسان د منځني ختیز او افریقا نه ځي چې د جنگونو او غربت نه د ښه ژوند په تکل کې يي خپل وطنونه پریښودي وې.

مهاجرینو نړې واله اداره انټرنیشنل ارگنائزیشن فار مائگریشن وايي سږ کال د بحیره روم د لارې یورپ ته دوه نیم لکه کسانو ځان رارسولی دی. تیر کال دغه شمیره ٢١٩٠٠٠ وه. یورپ ته تلونکې مهاجر وړمبی اټلي او د یونان ساحل ته رسیږي او بیا ځېنې د شمالي یورپ نورو هیوادونو ته هم لاړ شي. یورپ کې که یوا ځېنې خلک بهر نه راتلونکو ددغه خلکو هرکلی نو ځېنې خلک يي مخالفت کوي