تېر کال يورپ ته د کم عمره افغان پناه غوښتونکو ورتګ زیات شوی و

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي افغانستان نه د غیر ملکي ځواکونو د و تلو او د مخکني حکومت د نسکورېدو نه پس د هېواد اقتصاد د بحران ښکار شوي او په زرګونو افغانان د هېواد ته وتلي دي

د یورپین یونین د شماریاتو څانګې ویلي تېر کال افغانستان نه يورپ ته د کم عمره پناه اخیستونکو شمېره زیاته شوي وه.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه یورو سټېټ ویلي افغانستان نه د کډوالو د زیاتوالي له امله تېر کال یورپ ته د کم عمره پناه اخیستونکو په شمېره کې 72 فیصد اضافه شوي وه.

یورو سټېټ وویل تېر کال 23255 کمر عمره ماشومانو په یورپ کې د پناه دپاره خواستونه کړي وو. د 2020 په مقابله کې تېر کال د پناه خواست کوونکو شمېره کې د 13550 خواستونو اضافه شوي وه.

د رپور‌ټ ترمخه تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس یورپ ته د تلوونکو کم عمره مهاجرینو تر ټولو زیاته شمېره د هغو افغانانو وه چې عمرونه یې د 16 نه تر د 17 کلونو پورې وو.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي افغانستان نه د غیر ملکي ځواکونو د و تلو او د مخکني حکومت د نسکورېدو نه پس د هېواد اقتصاد د بحران ښکار شوي او په زرګونو افغانان د هېواد ته وتلي دي.

تېر کال د يورپین یونین غړو هېوادو 267360 کډوالو ته پناه ورکړه، چې نیمايي پکې مهاجر وو.