ورلډ بېنک په يو بيان کې ويلي چې افغان اقتصاد د ډوبېدلو نه ژغورلی شي که چېرې افغانستان نړيوالې مرستې تر لاسه کړي خو دې د پاره پکار ده چې د طالبانو حکومت د بشري حقونو احترام وکړي او د خپل مالي حساب کتاب نظام قوي وساتي.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه ورلډ بېنک په واشنګټن کې د خپل مرکزي دفتر نه د افغانستان په حقله خپور کړی شوي بیان کې وايي “يوه متبادله لار ممکن ده” او په دې لړ کې د ياد هېواد زراعت، نورې قدرتي شتمنۍ، ځوان کول او د امنيت د ښه کېدو وضع په پام کې نيسي.
ورلډ بېنک وايي “خو د دې ګوټ پېره تېرېده به د نړيوالې ټولنې او د طالبانو د موقت حکومت نه عملي ګامونه پورته کول غواړي”.
بيان وايي په مرستندويه هېوادونو کې “دا تاثر او هيله ده چې د طالبانو موقت حکومت دې د ښځو او جينکو بنيادي قدرونو ته درانه وګوري، سلوک دې سم کړي، د بشري حقونو احترام دې وکړي او قوي اقتصادي نظام دې جوړ کړي”.