د بې پولې ډاکټرانو تنظیم (ایم ایس ایف) په افغانستان کې د روغتیا په څانګه کې د ښځینه کارکوونکو کم شمېر ته په کتو ویلي، په طبي څانګه کې د ښځو او نجونو پر تعلیم د بندیز د پرېکړې نتیجې به علاج ته د افغان مېرمنو لاسرسی لا کم کړي او پر هغوی به پراخه منفي اغیز ولري.
ایم ایس ایف د دسمبر په شپږمه په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې په طبي څانګه کې د ښځو او نجونو پر زدکړو د طالبانو د حکومت بندیز به له عام او مسلکي ژونده لا ښځې ورکې او څنډې ته کړي.
دغه تنظیم ویلي، په هیواد کې د ناکافي ښځینه طبي کارکوونکو شمېر په افغانستان کې په روغتیايي خدمتونو باندې په ځانګړي ډول په روغتونونو کې د ښځو او سړیو د وارډونو جلاوالي له وړاندې د ښځینه کارکوونکو په کار باندې اغیز کړې دی:
"نوي محدودیتونه به لا زیات باکیفیته درملنې ته د لاسرسي د محدودیت او په راتلونکي کې د دغسې خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې شدید خطرونه پېښ کړي".
د سیمه ییزو رسنیو د رپوټ له مخې، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال بخت الرحمن شرافت په کابل کې د طبي ادارو له مشرانو سره په یوه غونډه کې هغوی ته ویلي، د دسمبر له درېیمې وروسته په طبي انسټیټیوټونو کې ځینو څانګو ته د نجونو زده کوونکو په ورتګ او روانو درسونو بندیز لګیدلی دی.
خو د طالبانو حکومت تر اوسه دا پریکړه چې ویل کېږي د دغه ډلې د مشر، ملا هبتالله آخندزاده په امر شوې، په رسمي ډول نه ده تائید کړې.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې په پرایوېټ طبي ادارو کې په لسګونو زرو نجونو زدکړې کولې.
د بې پولې ډاکټرانو په اعلامیه کې ددغه تنظیم د افغانستان د دفتر مشر مایکل لي پایه ویلي چې ددغه تنظیم نیمايي کارکوونکي ښځې دي. هغه ویلي:
"په طبي انسټیټیوټونو کې د ښځو پر زدکړو بندیز به ښځې لا د زدکړو او بې طرفه خدمتونو له وړاندې کولو محرومې کړي".
د بې پولې ډاکټرانو تنظیم ویلي چې په افغانستان کې د روغتیا د څانګې اړتیاوې خورا زیاتې دي او په دې برخه کې د لا زیاتو ښځینه روغتیايي کارکوونکو روزنې ته اړتیا لیدل کیږي.
دغه تنظیم په تېرو دوو او روان کال کې د طالبانو بندیزونو ته په اشارې ویلي چې د ښځو پر تعلیم دغو بندیزونو د روغتیا په څانګه کې د ښځینه کارکوونکو پر موجودیت ډېر منفي اغېز کړی دی.
ایم ایس ایف ویلي په خوست ولایت ددغه تنظیم په ملاتړ د ماشومانو د زیږون روغتون له وړاندې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د نشتوالي له ستونځې سره مخ دی. تنظیم وایي د روان کال د جنورۍ له میاشتې د جون ترمیاشتې په دغه روغتون کې له 22,300 میندو سره د ماشومانو د زیږون پر مهال مرسته شوې ده.
د بې پولې ډاکټرانو تنظیم د افغانستان دفتر مشر مایکل ليپایه ویلي، "که هیڅ یوه نجلۍ په کالج کې زدکړې ونه کړي او هیڅ ښځه پوهنتون او په طبي انسټیټیوټونو کې تعلیم ونه کړي، راتلونکې روغتیايي مسلکي کارکوونکې به له کوم ځایه راځي او څوک به مجبوره افغان مېرمنو ته مرستې برابرې کړي".
د بې پولې ډاکټرانو تنظیم دا مهال د افغانستان په هلمند، کندوز، هرات، خوست، کندهار او بامیان ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې اوه منصوبې تر سره کوي.
د بې پولې ډاکټرانو تنظیم د معلوماتو له مخې دغه تنظیم په تېر 2023م کال کې 132,600 ناروغان کتلي وو او 96000 ناروغانو ته یې په روغتون کې دننه خدمتونه وړاندې کړي وو.
په طبي کالجونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د طالبانو پرېکړه د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې هم په کلکه غندلې او د طالبانو له حکومته غوښتل شوي چې پر خپله پرېکړه دې بیا غور وکړي، خو د طالبانو حکومت تراوسه دغو غوښتنو ته جواب نه دی ورکړی.