ستاسو د فېسبوک اکاونټ خو نه دی غلا شوی؟

د ټولنیزو رسنیو تر ټولو لوې ادارې فېسبوک ویلي، ورته معلومه شوې د ځېنو امنیتي ناکامیو له کبله د نژدې ۵۰ مېلینه کارونکو اکاونټونه غلا (هېک) شوي.

د جمعې په ورځ په یو بیان کې فېسبوک ویلي په دغه لړ کې يې امنیت ساتونکې خبر کړي، او د دغه غلطۍ سمولو لپاره يې ګامونه اخېستل پیل کړي.

د کمپنۍ تر مخه په انټرنېټ غلا کونکو یا هېکرز د فېسبوک دننه (ویو اېز) نومې بټن یا اپشن نه کار اخېستی. دغه بټن فېسبوک کارونکو ته ښايي چې د دوي اکاونټ (پروفاېل) به نورو ته څنګه ښکاري.

د فېسبوک مشر مارک زکربرګ ویلي ادارې ته تر دې دمه دا نه ده معلومه چې د چا اکاونټونه په غلطه کارول شوي او که نه.

فېسبوک په ګرده نړۍ کې ۲ بیلینه (یوزرز) کارونکي لري او د نړۍ په هر هیواد کې خلک د یو بل سره د رابطو، خپلو عکسونو او ویډیو ګانو خپرولو او په خبرونو د تبصرو لپاره کاروي.