د شاري بلوچ د کورنۍ ځینې غړي وايي یقین نه کوي چې هغې د ځانمرګي حملې ګام پورته کولی شو

په سوشل میډیا د شارك بلوچ خپاره کړی شوی یو تصویر

د شاري بلوچ په مرګ د هغې پلار سره د غمرارۍ دپاره د بلوچستان د کیچ ضلعې په تربت ښار کې د خپلو خپلوانو د ورتګ لړۍ دوام لري.

بلوڅ مسلح ډلې بلوچستان لېبرېن ارمي ويلي په کراچۍ یونېورسټۍ کې د چینايي ژبې په استاذانو ځانمرګي حمله شاري بلوچ کړې ده. په حمله کې درې چینایان وژل شوي دي. امریکې په کال 2019 کې بي اېل ای ترهګر تنظیم بللی دی.

د شاري بلوچ د کورنۍ غړي وايي په وهم او ګمان کې یې هم نه وو چې شاري بلوچ دا ډول ګام اخیستلی شي.

شاري بلوچ تعلیم یافته مېرمن، د سرکاري سکول استاذه او د دوو ماشومانو مور وه.

د هغې یو قریبي خپلوان د نوم نه څرګندولو په شرط د وي او ای اردو څانګې ته وویل چې په کورنۍ کې هېڅ چا شک نه کولو چې شاري بلوچ عسکریت پسندۍ په لورې تللي ده.

د تربت خبریال اسد بلوچ په قول د شاري بلوچ پلار ویلي د هغې د واده نه وروسته یې د لور سره تعلق نه و خو بیا هم د هغې په مرګ خلک هغه ته د غمرازۍ دپاره ورځي.

د شاري بلوچ د خپلوانو په قول هغې د تربت په یو سکول کې د استاذۍ دنده هم ترسره کړې وه او په موجوده وخت کې یې د اېم فېل زدکړې کولې. وېل کېږي چې د هغې د ځینې قریبي خپلوان په اعلا حکومتي عهدو پاتې شوي دي.

د شاري بلوچ تره او د انساني حقونو کارکوونکي غني پرواز وایس اف امریکا ته وویل چې د شاري بلوچ جسد لا حکومت دوی ته نه دی ورکړی.

ښاغلي پرواز وویل د شاري بلوچ کورنۍ د هغې نه دا توقع نه کوله چې هغه به د ځانمرګي حملې ګام پورته کړي خو هغه دا ومنله چې شاري بلوچ د بلوڅ قامپرستو نه تر څه حده متاثره ضرور وه خو په څرګنده یې د دې اظهار نه کله نه و کړی.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د شورو، چهارشنبې، او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ قانون عملي کوونکو ادارو د کراچۍ په ګلستان جوهر کې د یو فلېټ لټون وکړو چې د شاری بلوچ استوګن ځای ګڼل کېږي.

د لټون وروسته د سند پولیس د ترهګرۍ ضد څانګې دغه فلېټ سیل کړو.

د وي او ای د اردو څانګې رپورټ ترمخه وېل کېږي چې دغه فلېټ شاري بلوچ او د هغې خاوند اخیستی و، دوی په مستقل ډول دغلته نه اوسېدل خو کله نا کله به ورتلل او د ګاونډیانو سره یې ډیره راشه درشه نه وه. پولیس ویلي دغه فلېټ درې یا څلور کاله مخکې اخیستل شوی و.

د وي او ای د اردو څانګې رپورټ دا هم وايي چې داسې اطلاعات هم دي چې د کراچۍ په کی ډي ای سکیم کې یو کور هم سیل کړی شوی دی چې په اړه وېل کېږي چې د شاري بلوچ د پلار ملکیت دی، څه موده وړاندې پکې د هغې د یوې خور واده هم شوی و. پولیس سرچینو ویلي دغه کور نه ځینې شیان پوليس په قبضه کې اخیستي دي.

یادونه: خبریال مرتضى زهري دا خبر د کوټې څخه د وي او ای اردو څانګې دپاره تیار کړی دی