تاسو خو ټول لړم پېژنۍ او دا درته هم پته ده چې دغه زهرژن شې څومره ورکوټې دی. خو فریده عندلېب وایي چې لړم د چرگوټي هومره وي.
دغه پېغله په سترگو پېدایشی معذوره یا نابینا ده.
او وایي چې د جهاز غږ واورې نو ارمان یې دا وي چې په دغه جهاز کې ناسته وې.
هغې ته دا پته ده چې بره یو اسمان خورور ولاړ دی. خو دا اندازه کولې نه شي چې اسمان به څنگه وي .
عندلیب سره دغه مرکه د ډیوه ریډیو خبریال حمېدالله کړې تاسو یې هم اوریدی شۍ.