د مېرمنو ترڅنگ د فاټا خلک دې په زیاته شمیره کې په انتخاباتو کې برخه واخلي

د خالي په ورځ په اسلام آباد کې د فاټا ځينې اوسیدونکو په سیمه کې د ټېلې فون د بحالۍ غوښتنه وکړه

د فاټا یا د قبایلي سیمو د طالب علمانو یوې ډلې اعلان کړی دی چې د اینده انتخاباتو نه وړاندې به په ټوله قبایلي سیمه کې د پوهنې یو کېمپېن چلوي چې خلک په دې پوهه کړي چې د مېرمنو ترڅنگ دې په لویه شمیره کې په ووټونو کې برخه واخلي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د وي او ای ډیوه خبریال ابراهيم شنواري سره مرکه کې د فاټا سټودنټس فیډریشن صدر خان بهادر وویل د خپل کېمپین په مهال به دوي په فاټا د ایف سي ار قانون د ختمولو لپاره هم غږ پورته کوي.

په خپلو خبرو کې خان بهادر فاټا نه منتخب کېدونکو د پارلیمنټ غړو نه گیله وکړه چې یو وارې منتخب شي نو بیا خپلې علاقې هېرې کړي.

خان بهادر وویل د انتخاباتو په اړه د پوهنې خپل کېمپین په دوي د فاټا د پارلیمنټ غړو نه په ازاده توگه چلوي ځکه چې دوي د خپلو علاقو د ترقۍ دپاره کارونه نه دي کړي.

هغه وویل په خپل کېمپین کې به دوي په خصوصي توگه د مېرمنو د پوهنې دپاره کوښښ کوي چې په زیاته شمیره کې په اینده انتخاباتو کې برخه واخلي او ووټونه واچوي.

خان بهادر څه اونوېل چې په فاټا کې به خپل کېمپین د کومې نېټې نه شروع کوي.

په پاکستان کې نوي عام انتخابات د کال ٢٠١٨ د سپټمبر په میاشت کې کیدونکي دي.

د فاټا سټوډنټس فیډریشن مشر خان بهادر سره د ابراهیم شنواري مرکه دلته اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

په فاټا کې د پوهنې کېمپېن