ایف سي ار ختم شو او که شته؟

قانون پوهان وايي چې د پاکستان صدر ممنون حسین د گل یا دوشنبې په ورځ یو داسې نوي قانون لاس لیک کړی دی چې په نتیجه کې ېی یواځې د اېف سي ار نوم بدل شوې دې.

د عارضي مودې لپاره په ځای کړي شوي دغه قانون ته د فاټا عارضي انتظامي رېگولېشن ٢٠١٨ نوم ورکړې شوې دې. د مسودې ترمخه د عارضي قانون موده به یواځې یوکال وي.

د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړې شهاب الدین خان وايي عارضي قانون یواځې د یو کال مودې لپاره په ځای کړې شوې دې او څنگه چې په خېبر پښتون خوا کې په راتلونکو ټاکنو کې د صوبې نوې حکومت جوړ شي نو اسمبلي به د قانون سازۍ دلارې دغه رېگولېشن ختم کړي.

قانون پوها اعجاز مومند وايي چې په نوي عارضي قانون کې پولیټکل ایجنټ ته د ډپټي کمشنر نوم ورکړې شوې دې. او ورته هغه ټول اختیارات ورسپارل شوي دي کوم چې د اېف سي ار د لاندې یو پولیټیکل اېجنټ ته حاصل وو.

اعجاز مومند وايی چې که د فاټا په خېبر پښتون خوا کې د ورگډولو قانون صدر لاس لیک کړي هم، نو دا به تر هغې پورې عملي کېږي نه ترڅو چې د صوبې اسمبلي دغه عارضي قانون ختم نه کړي دې وايي او دا کار به راتلونکې منتخب اسمبلي کوي.

شهاب الدین خان وايي دغه قانون د لنډې مودې د قانوي ضرورتونو لپاره په ځای کړې شوې دې. دې وايي اگرچې د عارضي قانون موده یواځې یو کال ده خو زیاتوي دا کار به یواځې یو څو میاشتې واخلي ځکه چې تر اگست میاشتې پورې به صوبايي اسمبلي پوره شوي وي. او د صوبې اسمبلي به بیا دغه قانون ختم کړي.

شهاب الدین خان غو ښتنه کړې ده چې نگران وزیر اعظم او الیکشن کمېشن دې د په هېواد کې د جولايي په ٢٥ نېټه کېدونکو ټاکنو سره د فاټا د برخې د صوبايی اسمبلۍ د چوکو ټاکنو ته هم زمینه برابره کړي چې د قبائلي اولس منتخب استاذي د اوله سر نه دصوبې لپاره په ممکنه قانون سازۍ کې خپل رول الوبوي.