فاټا د پښتونخوا سره د یو ځای کولو قانون په ٢٣ مه مۍ د منظوریدلو امکان دی

ټاکل شوې ده چې د مۍ په ٢٣ مه نیټه به د پاکستان په پارلیمان کې په ایئن کې د دیرشم بدلون قانون وړاندې شي، تمه کیږي دغه قانون به هم په دغه ورځ منظور شي.

د فاټا د اصلاحاتو په قانون کارکونکي یو حکومتي مشر نن په ٢۰مه مۍ وي او ای ډیوه ته وویل دويي مخالفه گوندونه پخلا کړي دي او پوخ یقين لري چې فاټا به د پښتونخوا سره د یو ځای کولو قانون پارلېمان منظور کړي.

حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط په خندا کې وویل "اوس زما نوم مه ليکئ هسې نه مخالفه گوندونه بیا مرور نه شي" خو هغه وویل اوس د فاټا د پښتونخوا سره د یو ځای کولو په لار کې څه خنډ نه ويني.

که چري پارلیمان په ایئن کې د دېرشم بدلون منظوري ورکړی وی نو قبايلي سیمه فاټا به په پښتونخوا صوبه کې ورگډه شي. په دې قانون د بحث منظوري د پاکستان وفاقي کابېنې څو ورځې د مخه ورکړې ده.

په پېښور کې خبریال اسماعيل خان وي او ای ډیوه ته وویل چې په ایئن کې د دیرشم بدلون سره به قبايلي سېمه فاټا د پښتون خوا صوبې برخه وگرځول شي. هغه وویل پخوا به ویل کیدل چې فاټا قامي ليکي ته راوستل کیږي. هغه وویل "مرکزي ليکي ته د راوستلو د ټکي سره به اولس گنگس وو خو وس د قامي سلامتيا شورا په ډاگه ويلي دي چې فاټا په پښتوخوا صوبه کې ضم کول غواړي".

د پاکستان ډان ورځپانې ليکلي دي د هېواد اعلي رتبه د قامي سلامتيا شورا فاټا په پښتونخوا کې د ورگډولو سپارښتنه کړې ده.

دقامي سلامتيا شورا غونډه د مۍ په ١٩ شوې ده چې مشري یې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي کوله او د هېواد ځواکونو مشران هم پکې ناست وو .

د پارلېمان څخه د منظورۍ ورستو به دا قانون سېنټ ته او بیا دهېواد صدر ته دستخط لپاره لېږل کیږي.

خو دا لومړی ځل نه دی چې په پارلیمان کې په فاټا د ائیني بدلون په سر بحث ځنډول شوی وي، وړاندې هم څو ځله داسې شوي دي.

د وسني حکومت د اسمبلۍ نیټه د مۍ په ٣١ مه پوره کیږي. که چري د ٣١ مۍ څخه د مخه پارلېمان دغه منظوري ور نه کړله نو بیا به دا منظوري بل نوی ټاکل شوی پارلېمان ورکوي. معنا دا شوه چې په هېواد کې د کال ٢٠١٨ ممکنه انتخاباتو کې به د فاټا نمایندگي نه وي.

د دیرشم بدلون په تیار کړې شوي قانون کې د پښتون خوا صوبې د اسمبلۍ د څوکو شمېر ١۴٧ ښودل شوی دی وړاندې دا شمېر ١٢٦ وو. دغه شان د فاټا د قامي اسمبلۍ ١٢ څوکۍ به هم د صوبې سره یوځای شي او د پښتونخوا څخه به په قامي اسمبلۍ کې ټولې څوکۍ د ۴٨ په ځای ٦٠ شي.

فاټا ته د هېواد ایئن غزولو لپاره د تېرو څو کالو راهسې د سیمې پارلېماني غړي او عامه ټولنه کوښښونه کوي. وسني حکومت فاټا ته د هېواد د عدالتي نظام ورغزولو او هلته د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د بلدیاتي انتخاباتو اعلان څو میاشتې وړاندې کړی دی خو تر اوسه ددغه پرېکړې سرکاري اعلان (گزټیټیډ نوټیفیکېشن) نه دی جاري کړی شوی.

د پاکستان د وسني واکمن گوند مسلم لیگ نون په گډون د حکومت مخالف گوندونه تحریک انصاف، پاکستان پیپلز گوند او گڼ شمېر نور د فاټا په پښتون خوا صوبه کې د ورگډولو ملگرتیا کوي. د هیواد د پوځ مشر جنرل قمر جاوید هم ويلي دي په فاټا کې ايئني بدلون وکړې شي. دوه گوندونه پښتنونخوا ملي عوامي گوند او جمعیت علما اسلام فاټا په پښتونخوا کې د ورگډولو مخالفت کوي او وايي په فاټا کې د څه قسمه بدلون څخه د مخه هلته د خلکو رای اخستل ضروري دي

په فاټا کې د میلینو خلقو سره لکه د نور پاکستان په رنگه بنیادي انساني حقونه نشته دی. هلته د١٩٠١ راهسې دایف سي ار تور قانون دی د څه په وجه چې هلته د اولس سره د اپيل وکيل او دليل حق نشته دی

د فاټا اولس ته لکه د گلگت بلتستان او پاکستان دواک لاندې کشمیر د خلقو په رنگه د صوبايي اسمبلیو یا شوراگانو کې د ووټ په لاره د نمایندگانو ټاکلو اختیار هم نه دی ورکړی شوی.