شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې شپږ کسان وژل شوي دي

بريد دشمالي وزيرستان دمرکز ميرانشاه څخه اووۀ کلو ميټره لرې شمال لوري ته په درگامندي نومې سيمه کې دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک په يوه ځاله ترسره شوى دى.

پيښور- دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې داتوار په ورځ دامريکائي بې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون څخه ترسره شوي ميزائيلي بريد کې لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دغه بريد دشمالي وزيرستان دمرکز ميرانشاه څخه اووۀ کلو ميټره لرې شمال لوري ته په درگامندي نومې سيمه کې دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک په يوه ځاله ترسره شوى دى.
دامنيتي سرچينو وينا ده دډرون څخه دتندلارو تر استعمال لاندې کور باندې دوه ميزائيل داغل شوي دي چې پکې شپږ کسان وژل شوي دي.
له دې وړاندې دستمبر په ٢٢مه نيټه هم شمالي وزيرستان کې دتندلارو په يوه وداني دډرون بريد کې شپږ کسان وژل شوي وؤ.
دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف تيره ورځ دملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وينا په مهال وئيلي وؤ چې ډرون حملو کې اولسي وگړي وژل کيږي اؤ دغه بريدونه دترهه گرۍ مخنيوي کې خنډان راولاړوي.
پاکستان پخپلو قبائيلي سيمو کې ډرون حملې دخپلې خپلواکۍ اؤ نړيوالو قوانينو په ضد گڼي وائي دغه بريدونه دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دگټې پځايې تاوان راولاړوي اؤ ورسره نور ترهه گر پيدا کيږي.
امريکائي چارواکي دريځ لري چې ډرون بريدونه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې يوه موثره وسله ثابتيږي.