د پاکستان د پنجاب صوبې په کوټ ادو ښار کې پولیس ویلي په جومات کې په اعتکاف ناست 13 کلن هلک باندې په جنسي تيري کې ملزم تن يې نیولي او د پنجاب صوبې وزیراعلا د پېښې نوټس اخستی.
د پنجاب پولیس په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل د مظفر ګړ پوليس په کوټ ادو کې د کم عمره ماشوم سره په زیاتي کې ککړ ملزم نیولی، تفتیش یې شروع کړی او ملزم ته به سزا ورکول کېږي. د پوليسو په وینا دغه پېښه په دويم اپرېل شوې ده.
مظفرگڑھ پولیس نے کوٹ ادو میں کم عمر بچے کے ساتھ زیادتی کے مرتکب ملزم کو گرفتار کر لیا، تفتیش کا آغاز کر دیا گیا، ملزم کو اپنے جرم کی قرار واقعی سزا دلوائی جائے گی۔@MuzaffargarhP pic.twitter.com/M7vyLbfrKM
— Punjab Police Official (@OfficialDPRPP) April 4, 2024
د کوټ ادو په سنانوا پوليس تاڼه کې د پېښې مقدمه درج کړل شوې، د 13 کلن هلک پلار په مدعیت کې درج کړل شوي اېف آی ار یا ابتدايي اطلاعي رپورټ د پنجاب پوليسو په اېکس (پخواني ټويټر) خپور کړی چې پکې د هلک پلار ويلي، زوی یې په صدیق اکبر جومات کې په اعتکاف کې ناست وو، د شپې تشناب ته تللی او په دغه وخت پې جنسي تيری وشو.
د پنجاب صوبې وزیراعلا مريم نواز د پېښې نوټس اخستی، د ملزمانو د قانون منګولو ته راوستو حکم یې کړی، او ویلي يې دی په دې شرمناکه پېښه کې ککړ تورن تن به قرار واقعي سزا ورکړل شي.
کوٹ ادو میں مسجد میں معتکف بچے سے زیادتی کا واقعہوزیر اعلیٰ پنجاب @MaryamNSharif کا سخت نوٹس pic.twitter.com/RJJlbInT0g
— Government of Punjab (@GovtofPunjabPK) April 4, 2024
پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره جوړ سرکاري قامي کمېشن ویلي، د يو رپورټ له مخې په ملک کې هره ورځ 11 ماشومان ځورول کيږي.
د کمېشن مشرې عايشه رضا فاورق د پاکستاني ټي وي چېنل (جيو) سره په خبرو کې ويلي، کمېشن یې په سمدستي ډول د داسې پېښو نوټس اخلي، پلټنې یې کوي او د قانون نافذوونکو ادارو سره په ګډه دا يقيني کوي چې په پېښه کې ککړ کسان د قانون منګولو ته راولي او حساب کتاب ورسره وشي.
هغې په علماو هم غږ کړی چې په دغه لړ کې مثبت رول ولوبوي او په داسې پېښو کې د ککړو خلکو پرضد غږ پورته کړي.
پاکستان کې د ماشومانو لپاره د کارکوونکې غیر دولتي ادارې ساحل د رپورټ تر مخه په پاکستان کې هره ورځ 11 ماشومان د جنسي زور زیاتي ښکار کیږي.
په رپورټ کې ویل شوي، په 2023 م کال کې په ټول هیواد کې په ماشومانو د تشدد 4213 پېښې رپورټ شوې چې پکې 2021 ماشومان د جنسي تيري ښکار شوي وو.
د "کروول نمبرز" یا ظالمانه شمېرې، په عنوان د ساحل خپور شوي رپوټ کې ویل شوي، پاکستان کې په مجموعې توګه رپورټ شوو په ماشومانو د تشدد 4213 پیښو کې2251 نجونې او 1962 هلکان وو.
د رپورټ له مخې په دغو پیښو کې د شپږو څخه تر پنځلسو کلو پورې د عمر ماشومان د جنسي تیریو زیات ښکار شوي وو