سنګین اولسوالۍ کې افغان امنیتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوختې

افغان چارواکو ویلي په سویلي هلمند ولایت کې د طالبانو سره شوی خونړۍجګړه کې گڼ شمیر حکومتي عسکر وژل شوي.

د هلمند په سنگین ولسوالۍ کې دغه جگړه وروسته د هغې شوې کله چې د خالي یا شنبې په ورځ طالبانو په یو شمیر امنیتي چیک پوستو بریدونه ترسره کړل.

د هلمند حکومتي ویاند عمر ځواک وي او ای ته په دغه بریدونو کې گڼ شمیر امنیتي عسکرو ته د مرگ ژوبلې پخلی کړی خو په دې اړه ېې نور جزیات نه دي وړاندې کړي.

د سنگین اولسوالۍ نه د افغان پارلیمان غړي محمد هاشم الکوزی وي او ای ته ویلي د طالبانو لخوا ترسره شوي بریدونو کې شا و خوا ٦٥ حکومت پلوه عسکر وژل شوي. د نوموړي په وینا په دغو کې د افغان ملي اردو ۴٨ غړي هم شامل دي.

ښاغلي الکوزی ویلي دا مرگ ژوبله هغه وخت مخی ته راغله کله چې طالبانو د افغان ملي اردو په هغه کانوایې برید ترسره کړو چې د طالبانو پرضد روانې جگړی ته روان وو. نوموړي ویلي په دغه سیمه کې جگړه لا هم روانه ده.

د طالبانو یو ویاند ویلي، په سنگین ولسوالۍ کې په ۲ پوځي چیک پوستو بریدونو کې شا و خوا ٥٢ عسکر وژلي.

په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت د سنگین جگړه تایید کړی او وايي چې چارواکي لا په دی اړه معلومات راغونډوي.

افغان طالبانو روانه میاشت د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم بریدونه ترسره کړي چې پکې گڼ شمیر پولیس او عسکر وژل شوي.