په کينیا کې د ټېکسونو خلاف احتجاج کوونکو په پارلېمنټ یرغل کړی، په ودانۍ کې اورونه لګېدلي

د پارلېمنټ د ودانۍ نه بهر پولیس د ربړ او ژوندۍ ګولۍ او د اوښکو ګېس وچلولو خو د زرګونو په شمېره کې مظاهره چیان يې منتشر نه کړی شول

د کینیا په پارلېمنټ کې د نهې، سه شنبې، په ورځ اورونه شروع شول او پولیس په ودانۍ د یرغل کوونکو سره وجنکيدل. دا اړی کړی پس له دې شروع شوی چې قانون سازانو په ټېکسونو کې لانجمنه اضافه منظوره کړې.

د پارلېمنټ د ودانۍ نه بهر پولیس د ربړ او ژوندۍ ګولۍ او د اوښکو ګېس وچلولو خو د زرګونو په شمېره کې مظاهره چیان يې منتشر نه کړی شول.

د اېسوسي اېټېډ پرېس او د روېټرز خبري ادارو خبریالانو وویل د پارلېمنټ د ودانیو نه بهر يې په ځمکه مړي ليدلي دي.

د کینیا سرښار نایروبي کې احتجاج کوونکي د پارلېمنټ ودانۍ سره نږدې جمع شوي وو او غوښتنه يې کوله چې قانان سازان دې په فاینانس بېل ۲۰۲۴ کې په ټېکسونو کې د اضافې قانوني مسوده نه منظوروي. خو دغه قانوني مسوده د ۱۰۶ په مقابله کې په ۱۹۵ ووټونو منظوره کړې شوې ده چې د صدر د دستخط وروسته به قانون شي.

په قانوني مسوده د ووټونو وروسته قانون سازان د پارلېمنټ د ودانۍ نه ووتل او په سلګونو احتجاج کوونکو د پولیس پاټکې او خنډان لرې کړل او د پارلېمنټ ودانۍ ته دننه ورغلل.

په تېرو څو ورځو کې ځوانانو په ټېکس کې د اضافې خلاف تحریک شروع کړی خو حکومت وايي په درنو بهرنیو قرضو سود ادا کولو دپاره په ټېکسونو کې اضافه ضروري ده.

د کينیا د ټېکس ضد مظاهرې تر اوسه پرامنه پاتې شوي دي خو د انساني حقونو نړیوال او مقامي تنظیمونه وايي په تشدد کې لږ تر لږه دوه احتجاج کوونکي وژل شوي دي او پولیس په مبینه توګه ګڼ شمېر مظاهره چیان په غېر قانوني ډول نیولي دي.

قانون سازانو په روټۍ، موټرو او د مالي لېن دېن په شمول په ځیونو نورو مدونو کې په ټېکس کې د اضافې تجویزونه رد کړي دي. د کینیا د خزانې وزارت ویلي ددغو بدلونونو په نتیجه کې به په بجټ کې د یو اشاریه پينځه بېلین ډالرو کمی پېدا کېږي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د سرښار نایروبي نه علاوه په ممباسا او کېسومو ښارونو کې هم په ټېکس د اضافې خلاف مظاهرې وشوې.