د امریکې د وېسکانسن ریاست په یو سکول کې ډزو کې پینځه کسان وژل شوي دي

دا پېښه د وېسکانسن په مرکزي ښار مېډېسن کې وشوه او پولیس وویل په وژل شویو کسانو کې هغه تن هم شامل دی چې ډزې یې کړې وې

د امریکې د وېسکانسن ریاست په یو سکول کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د ډزو په پېښه کې پولیس وویل د یو ماشوم په شمول پینځه کسان ووژل شوو.

د دې نه مخکې پولیس په پېښه کې د دریو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

دا پېښه د وېسکانسن په مرکزي ښار مېډېسن کې وشوه او پولیس وویل په وژل شویو کسانو کې هغه تن هم شامل دی چې ډزې یې کړې وې.

پولیس د سکول چارچاپيره لارې وتړلې او د قانون نافذ کوونکو ادارو چارواکو د پېښې په جواب کې اقدامات شروع کړي وو.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د وېسکانسن ګورنر ټوني اېورز په یو بیان کې د سکول ماشومانو او د استاذانو دپاره دعاګانې وکړې او د قانون نافذ کوونکو ادارو ستاینه يې وکړه چې واقعې ته يې په چټکتیا جواب وویلو.

د امریکې په یو سکول کې د ډزو دا تازه پېښه په ابنډنټ لایف کرېسچین نومې سکول کې وشوه چې د وېب پاڼې ترمخه په کې د وړمبي جماعت نه واخلې تر های سکول پورې طالب علمان سبق وايي.