د افغانستان په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د جمعې په ورځ تر ګڼ باران وروسته سېلابونه راغلي چې زیات کورونه یې وړي او له مالي زیان سره سره یې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو حکومتي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې په دغو سیلابونو کې تر اوسه پورې لږ تر لږه 72 کسان مړه شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي او تر 100 زیات کسان ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت د قدرتي پېښو په وخت د انتظام د ادارې مشر هدایت الله همدرد وي او اې ته وویل چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې سېلاب زیات زیان اړولی دی.
ښاغلي همدرد د روغتون د چارواکو په حواله وویل چې یواځې په دې یوه ولسوالۍ کې د مړو شمېر 60 تنه رسېدلی او وایي کېدای شي د مړیو او ټپیان شمیر زیات شي ځکه چې وایي ډېر خلک ورک دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د بغلان په پینځو ولسوالیو کې سېلابونه راغلي او تر 150 ډېر کسان بند پاته دي چې بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري. ښاغلي قانع رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي:
"د کورنيو چارو وزارت سيمې ته ټيمونه او هیلیکاپټر لېږلي دي، خو په هیلیکاپټرو کې د شپې د ليدو بتۍ کمې دي ځکه کېدای شي عمليات بريالي نه شي".
پر ټولیزو رسنیو په خپرو شویو بېلابېلو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې زورور سېلابونو د کورونو په منځ، خوړونو او کروندو کې بهېږي. په یوه ویډیو کې یو تن وایي چې د بغلان په پلخمري ښار کې په تېرو پینځوسو کلونو کې داسې سېلابونه نه دي راغلي.
د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر وايي په بغلان د سيلابونو په اغېزمنه شوې سيمه کې د دوی د ژغورنې او روغتيا ټيمونه په کار بوخت دي.
ډاکټر زمان امر وایي له سيمې ځينې ټپيان او مړي چې ښځې، ماشومان او نارينه پکې شامل دي مرکزي روغتون ته وروړل شوي:
"سېلاب زيات دی ځکه لا د اوښتي زیان کره اندازه نه لګیږي او د ژغورنې چارې د رهبرۍ په لارښوونه او نظارت لاندې له نورو ادارو سره په ګډه روانې دي."
د قدرتي آفتونو په وخت د طالبانو د انتظام ادارې مشر هدایت الله همدرد ویلي، سېلابونه د سخت موسمي باران په نتیجه کې راغلل ځکه خلک ناڅاپي سېلابونو ته چمتو نه وو.
همدرد د جمعې په ورځ ناوخته وویل، بیړني کارکوونکي د ملي پوځ او پولیسو د امنیتي ځواکونو په مرسته "تر خاورو او خټو لاندې د ممکنه قربانیانو په لټه کې دي. کلیوالو مرسته غوښتې او د زیاتې مرګ ژوبلې پېښېدو ادعاوې شوې دي."
له بغلان پرته په تخار، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې هم د سېلابونو راتلو خبر ورکړل شوی دی، خو په دغو ولایتونو کې لا تر اوسه چاته د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په یادو ولایتونو کې په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي او وایي ګڼ کورونه ویجاړ شوي او نور هم خلکو ته دراني مالي زیانونه اوښتي دي:
"د حوادثو په وړاندې د مبارزې وزارت، د دفاع او کورنیو چارو وزارت او همداراز د ولایتونو مسئولینو ته لارښوونه کیږي چې هرڅه ژر د خلکو د ژغورنې، د شهیدانو د رایستلو او د ټپيانو د معالجې لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي."
د طالبانو د چارواکو په وینا د اپرېل میاشتې له نیمایي راهیسې د سېلابونو له کبله د افغانستان په لسو ولایتونو کې شاوخوا 100 کسان مړه کړي دي.