خارجه دفتر: افغانستان دې دپاکستان په ضد خپله خاوره کارولو ته ورنکړي

وياند وويل پاکستان ملا برادر افغانستان کې دامن اؤ جوړجاړي عمل کې دمرستې لپاره خوشې کړى دى.


پيښور- دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز احمدچوهدري وئيلي دي چې پاکستان به گاونډي هيواد افغانستان کې دامنيت په ټينگښت اؤ دجوړجاړي په عمل کې خپل مثبت کردار لوبول دوامداره ساتي.
دشورو په ورځ اسلام اباد کې خبريالانو ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال اعزاز احمد چوهدري دپاکستان له لوري د طالبانو دخوشې کړل شوي پخواني دوهم لوړپوړي مشر ملا عبدالغني برادر داتې پتې په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل هغه په پاکستان کې دى اؤ دخپلې کورنۍ دغړو سره رابطه کولى شي
وياند وويل پاکستان ملا برادر افغانستان کې دامن اؤ جوړجاړي عمل کې دمرستې لپاره خوشې کړى دى.
دپاکستاني طالبانو دتحريک دنوي مشر مولانا فضل الله په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې اعزاز احمدچوهدري وويل پاکستان افغانستان ته څو کرته په ډاگه کړې ده چې بايد دپاکستان په ضد دخپلې خاورې داستعمالولو اجازت ورنۀ کړي.
دروانې مياشتې په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دډرون په يو بريد کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو طالبانو دسوات دطالبانو پخوانى مشر مولانا فضل الله خپل نوى مشر ټاکلى اؤ پاکستاني چارواکي دعوه لري هغه دافغانستان په کونړ يا نورستان ولايت کې مو جود دى اؤ ددغه ځايې څخه دپاکستاني پوځ په سرحدي پوستو بريدونه کوي.
دمولانا فضل الله ډلې دستمبر په مياشت کې دخيبرپښتونخوا په بره دير سيمه کې دسړک دغاړې دهاغه بمي چاؤدنې ذمه واري هم په غاړه اخستې وه چې پکې دپاکستاني پوځ يو لوړپوړى جنرال ثناء الله نيازي وژل شوى ؤ.