د فرانسه چارواکي وایي دوه مشکوک کسانو نه د فرانس په ځمکه ترهگرۍ پلانونه جوړولو پرسر اخښتنې پوښتنې کوي.
د فرانس د کورنیو چارو وزیر برائس خوفېکس فرانسوي ټېلي ویژن ته د زیارت په ورځ ویلي دغه کسانو نه د ترهگرۍ د شکونو لاوجې تپوسونه کېږي.
د فرانس حکومت د ترهگرۍ د گواښونو او دړکو وروسته په هېواد کې د ترهگرۍ کچه ریډ یا سور رنگ ته رسولې وه چې دغه هېواد کې د ترهگرۍ د ټولو لوړې کچه نه یوه درجه کمه دی.
تېره اونۍ د القاعده مشر اسامه بن لادن په ویډیو پېغام کې فرانس حکومت ته خبرداری ورکړې وؤ چې که افغانستان نه یې خپل ځواکونو بهر نه کړو نو مرگونو او تښتونو سره به مخ شي.
بن لادن په دغه پېغام کې د فرانس لخوا د برقعې پرضد د بندیز باندې هم نیوکې کړې وې.
د فرانس د کورنیو چارو وزیر ښاغلي خوفېکس ویلي چې دغه ویډیو پېغام اصلي ښکاري او دا په لومړۍ ځل ده چې کوم ترهگر تنظیم په ځانگړې توگه فرانس ته خبردارې ورکړی دې.
نوموړي وویل فرانس کې اوسنې کال 85 کسانو نه د ترهگرۍ شکونو لاوجې اخښتنې پوښتنې شوي او 27 کسان په جېل کې دي.
فرانس : د ترهگرۍ په شکونو دوه کسان نیول شوي دي
د القاعده مشر اسامه بن لادن په ویډیو پېغام کې فرانس حکومت ته خبرداری ورکړې وؤ چې که افغانستان نه یې خپل ځواکونو بهر نه کړو نو مرگونو او تښتونو سره به مخ شي.