د پېغمبر اسلام کارټون جوړولو په سر پېرس کې ۱۲ کسان مړه

France Shootings

دفرانس په سرښار پيرس کې دطنزومزاح دمشهورې رسالې چارلي هيبډو په دفتر دوسله والو لخوا شوې حمله کې ددوؤ پوليسو په گډون لږ ترلږه ١٢ کسان وژل شوي اؤ لس نور ژوبل شوي دي. فرانسيسي ميډيا وائي دا حمله په ظاهره داسلامي شدت خوښو له لوري شوې ده. دغه پېښه د ښار په کومه برخه کې شوی؟ دغه مجله په څه شهرت لري؟ او د پېښې وروستو څه امنېتي ګامونه پورته کړی شوي. په فرانس کې مېشت یو پښتون ډاکټر اکبر وردګ ډیوه ریډیو ته دغه تفصېل وېلې. تاسو ېي هم اوریدې شۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

په فرانس کې مېشت یو پښتون ډاکټر اکبر وردګ ډیوه ریډیو ته دغه تفصېل وېلې

په اروپا کې مسلمانان اود تندروۍ علتونه؟

په اروپا کې مېشت یو فعال پښتون سیال سباؤن ډیوه ریډیو ته واېي دفرانس شپږنېم کروړه آبادۍ کې نزدی ۵ میلیونه مسلمانان دي چې زیاته برخه ېې عرب دي. دوي له خپل مهاجرت سره سره د عربي ټولنې نیمګړتیاوې هم ځان سره راوړی چې پکې د زغم نېشتوالی هم شامل دی. دغه کسان په زیات شمیرعراق او شام کې جهګړی لپاره تللي او د فرانسوي ټولنې زغم چې د فرانسویانو ویاړ دې هم اغېزمن کړي. د سیال سباؤن د خبرو تفصېل په لاندیني لېنک اوریدې شۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

د سیال سباؤن د خبرو تفصېل په لاندیني لېنک اوریدې شۍ